تازه خبرونه

امریکا له طالبانو سره له احتمالي هوکړې وروسته هم له امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو د خبرو پر پېنځمه ورځ هم ویل کیږي، چې دغه خبرې برخلیک ټاکونکي پړاو ته رسیدلي او دواړه خواوې د هوکړه لیک لاسلیک ته نږدې شوي دي.  

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان د راتلونکې په اړه په خپل یوه تویت کې هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې امریکا له افغان ځواکونو سره خپله مرسته او ملاتړ درولی دی. هغه په ډاګه کړې؛ د افغانستان په موضوع کې ټولو ښکېلو اړخونو هوکړه کړې، چې د دغه هېواد راتلونکی به په خپلمنځي خبرو کې ښکاره شي.

هغه په ډاګه کړې، چې له طالبانو سره له هوکړې وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړروان ساتو.

د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف، چې دغه خبرې له کابله څاري آریانا نیوز ته ویلي، چې څه نا څه ټول کارونه تر سره شوي او دغه راز خپلمنځي خبرې هم تر بحث لاندې راغلي. دا ، چې کله او چېره تر سره شي اوس معلومه نده.

دغه راز د نوموړي په وینا؛ دواړو اړخونو د پرېکړو د پلي کولو لپاره مشورې هم کړې دي.

په قطرکې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي او ویاند سهیلشاهین ویلي، چې د افغانستان د سولې په اړه له امریکایي پلاوي سره په روانو خبرو کې پرمختګ رامنځته شوی او مشورې هم تر سره شوې دي.

له امریکایانو سره د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر له آریانا نیوز سره په خبرو کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي؛ طالبان د نړۍ په هر هېواد کې د ملکي تلفاتو غوښتونکي ندي او په ځانګړي توګه غواړي، چې په افغانستان کې دا اوږده جګړه نوره پای ته ورسیږي.

هغه دغه راز په افغانستان کې د امنیت بشپړ ډاډ هم څرګند کړ.

د افغانستان حکومت هم دغو خبرو ته هیله من شوی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، چې لدې خبرو وروسته به د حکومتي پلاوي خبرې رامنځته شي.

د روان پړاو خبرې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان هم دا خبرې ښې ګڼلي دي.

یو شمېر سرچینو د هوکړې د ځنډ وروستی لامل د امریکا د استخیباراتو د شتون ټینګار ګڼلی دی.

Trending

Exit mobile version