تازه خبرونه
امریکا او طالبانو د تاوتریخوالي پر اووه ورځني کمښت ټینګار کړی ـ ایسپر
د امریکا دفاع وزیر د پنجشنبې پر ورځ/ د سلواغې ۲۴ په بروکسل کې د ناتو د دفاع وزیرانو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې څرګنده کړه، چې امریکا او طالبانو د تاوتریخوالي د اووه ورځني کمښت پر وړاندیز خبرې کړي دي.
د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي؛ د دغه وړاندیز په اړه له متحدینو سره سلا مشورې اړینې دي او مونږ د پرمختګ په اړه دوه اړخیزې او ډله ییزې ناستې هم تر سره کړې دي.
مارک ایسپر ویلي، چې مونږ د طالبانو د اووه ورځني اوربند په اړه د دوی ژمنې او وړتیا ته په تمه یو؛ ځکه، چې ورپۍې بین الافغاني او د بهرنیو ځواکونو د وتو په اړه خبرې پیل شي.
نوموړي د داعش د ګواښ د له منځه وړلو په اړه د ناتو د غړیو هېوادونو پر همکاریو هم ټینګار څرګند کړ او وایي، چې په پوره ځواک به د داعش جنګیالیو مخه ډب کړي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې ځینو امریکايي رسنیو د امریکایي چارواکو له خولې په ډاګه کړې، چې امریکا به روانه اوونۍ له طالبانو سره جوړجاړي ته د رسیدو اعلان وکړي.