Connect with us

تازه خبرونه

امریکا او طالبانو د تاوتریخوالي پر اووه ورځني کمښت ټینګار کړی ـ ایسپر

خپور شوی

د

د امریکا دفاع وزیر د پنجشنبې پر ورځ/ د سلواغې ۲۴ په بروکسل کې د ناتو د دفاع وزیرانو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې څرګنده کړه، چې امریکا او طالبانو د تاوتریخوالي د اووه ورځني کمښت پر وړاندیز خبرې کړي دي.

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي؛ د دغه وړاندیز په اړه له متحدینو سره سلا مشورې اړینې دي او مونږ د پرمختګ په اړه دوه اړخیزې او ډله ییزې ناستې هم تر سره کړې دي.

مارک ایسپر ویلي، چې مونږ د طالبانو د اووه ورځني اوربند په اړه د دوی ژمنې او وړتیا ته په تمه  یو؛ ځکه، چې ورپۍې بین الافغاني  او د بهرنیو ځواکونو د وتو په اړه خبرې پیل شي.

نوموړي د داعش د ګواښ د له منځه وړلو په اړه د ناتو د غړیو هېوادونو پر همکاریو هم ټینګار څرګند کړ  او  وایي، چې په پوره ځواک به د داعش جنګیالیو مخه ډب کړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې ځینو امریکايي رسنیو د امریکایي چارواکو له خولې په ډاګه کړې، چې امریکا به روانه اوونۍ له طالبانو سره جوړجاړي ته د رسیدو اعلان وکړي.

تازه خبرونه

پخواني مداخله‌ګر دې نن د افغانستان د آزادۍ شعار نه‌ورکوي – نورالله نوري

په دې غونډه کې د سرپل او سمنګان ولایتونو والیانو، سیمه‌ییز مسوولانو، دیني عالمانو او یو شمېر ځایي اوسېدونکو ګډون کړي و.

Published

on

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري د سرپل ولایت په کوهستاناتو سیمه کې د «وحدت او همغږۍ له خلکو سره» ترسرلیک لاندې یوې ولسي غونډې ته ویلي؛ پخواني مداخله‌ګر دې نن د افغانستان د آزادۍ شعار نهورکوي.

په دې غونډه کې د سرپل او سمنګان ولایتونو والیانو، سیمه‌ییز مسوولانو، دیني عالمانو او یو شمېر ځایي اوسېدونکو ګډون کړي و.

نوري د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي، چې په اسلامي نظام کې د افغانانو عقیده، تاریخ، خپلواکي او ارزښتونه خوندي دي.

هغه زیاته کړې: «هغه کسان، چې د تېر شل کلن بهیر پر مهال یې د خپلو ناسمو موخو لپاره افغانان آزمایلي؛ نور دې د خپلواک افغانستان شعار نه‌ورکوي.»

نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان خلک پر زور له اسلامي امارت سره ولاړ نه‌دي، بلکې د عقیدې، فکر، کلتور او سیاست له مخې له اسلامي نظام څخه ملاتړ کوي.

په دې غونډه کې ګډونوالو هم د اسلامي نظام د پیاوړتیا او د ملي یووالي د ټینګښت غوښتنه کړې او څرګندوي، چې اوسنی نظام په خلکو کې داخلي مشروعیت لري.

هغه زیاته کړې، د اسلامي نظام پر وړاندې دسیسې د خلکو له لوري نه‌منل کېږي.

ګډونوالو همداراز ټینګار کړی، چې د یووالي او همغږۍ پر بنسټ به د شته نظام ساتنه کوي او اجازه به ورنه‌کړي، چې د هېواد امنیت ګډوډ شي یا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وشي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په نیویارک کې شانګهای همکاریو ټولنه او ملګري ملتونه پر افغانستان راوڅرخېدل

د دې ټولنې د سرمنشي د څرګندونو له مخې؛ دا ناسته د جون پر شپږویشتمه د نیویارک په ملګرو ملتونو مرکز کې ترسره شوې او دواړو لوریو د ګډو همکاریو اړوند بېلابېلو موضوعاتو په اړه اندونه وړاندې کړي دي.

Published

on

 

د شانګهای همکاریو ټولنې(اس‌سی‌او) سرمنشي ویلي، چې د دې ټولنې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ترمنځ په څلورم پړاو مشورو کې د افغانستان وضعیت او د دې هېواد د ثبات لپاره هڅې د خبرو بنسټیز ټکي وه.

د دې ټولنې د سرمنشي د څرګندونو له مخې؛ دا ناسته د جون پر شپږویشتمه د نیویارک په ملګرو ملتونو مرکز کې ترسره شوې او دواړو لوریو د ګډو همکاریو اړوند بېلابېلو موضوعاتو په اړه اندونه وړاندې کړي دي.

د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو پلاوي د «اقلیم، سولې او امنیت» د اړوند اجنډا په چوکاټ کې د خپلو فعالیتونو، د افغانستان د ثبات لپاره هڅو او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د تلپاتې سولې او ثبات په برخه کې د مرستو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

همداراز د شانګهای همکاریو ټولنې پلاوي مقابل لوري ته د دې بنسټ د راتلونکي سرمشریزې د چمتووالي، د قرغزستان د دورې د غونډو د پایلو او د بنسټ د اصلاحاتو د بهیر په اړه معلومات ورکړي دي.

د شانګهای همکاریو ټولنې سرمنشي ویلي، چې دا مشورې په رغنده چاپېریال کې ترسره شوې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ملګرو ملتونو سره په پراختیايي پروژو کې خپلې همکارۍ روانې ساتو – امیر‌خان متقي

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، برونو لمارکي په دې لیدنه کې د بشري مرستو د ښه تنظیم او اغېزمن مدیریت په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي د یوناما له نوي مرستیال او د دې بنسټ د بشري چارو همغږي کوونکي برونو لمارکي سره لیدلي او پر همکاریو یې خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، برونو لمارکي په دې لیدنه کې د بشري مرستو د ښه تنظیم او اغېزمن مدیریت په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.

د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی او ورسره یې د پراختیايي او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو اهمیت هم یاد کړی دی.

هغه ویلي، چې اسلامي امارت به په دې برخه کې له ملګرو ملتونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې برونو لمارکي د بهرنیو چارو له وزیر څخه مننه کړې او ژمنه یې کړې، چې د ورسپارل شویو دندو د ترسره کولو لپاره به خپلې ټولې هڅې وکړي. هغه همداراز په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو پر پراخېدا هم ټینګار کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117