تازه خبرونه
طالبان د بهرنیو سرتېرو د وتلو ځنډېدل نه غواړي
طالبانو له افغانستان څخه د سرتېرو د وتلو ځنډېدل په کلکه رد کړي او څرګندوي، چې جنګیالي به یې هیڅکله دا کړنه ونه مني.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د آلمان له ډي پي ای سرچینې سره په یوه مرکه کې ویلي: زموږ جنګيالي به هیڅکله هم د سرتېرو له ځنډولو سره هوکړه ونکړي.
هغه زیاته کړې: ناټو، امریکا او ټولې نورې خواوې دې پایلې ته رسیدلي، چې که غواړي اوسنی کړکیچ له منځه ویسي؛ نو یوازنی ښه حل له امریکا سره د سولې د لاسلیک شوي تړون پلي کیدل دي.
د نوموړي د ټینګار له مخې؛ که خدای مه کړه دغه تړون نقض شي، نو ډاډه یم، چې د افغانستان خلک به له ځانه دفاع وکړي … لکه څنګه یې، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې دا کار کړی دی.
مجاهد په ډاګه کړې؛ که بهرني ځواکونه په افغانستان کې له می وروسته هم پاتې کېدل وغواړي، نو پر وړاندې به یې پرېکړه هم په همدې میاشت کې کیږي.
هغه وايي: که ډیپلوماټیکه لار وتړل شي؛ له جګړې پرته بله لار نشته.
همدارنګه امریکا او ناټو دواړو ویلي، چې په افغانستان کې د پاتې عسکرو د ایستلو په اړه کومه وروستۍ پرېکړه نده شوې.
د هغه تړون پر بنسټ، چې د تېر کال د فبرورۍ پر ۲۹ د امریکایي پلاوي او طالبانو تر منځ لاسلیک شوی؛ د پاتې عسکرو ایستلو نېټه د می لومړۍ ده.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د ولسمشریزې لوړې څو ورځې وروسته څرګنده کړه، چې له طالبانو سره د ډونالډ ټرمپ د ادارې لاسلیک شوې هوکړه بیاکتنه غواړي.
د تړون د یوې برخې په توګه طالبان اړ شوي، چې د تاوتریخوالي کچه راټیټه او د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره خپلې ټولې اړیکې پرې کړي.
دا دوه ژمنې سرته ندي رسیدلي او دا انګیرنې یې رامنځته کړي، چې سرتېري به د می پر لومړۍ نېټه نه ایستل کیږي او پاتې کېدل به یې وغزیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون په دوحه کې له میاشتني ځنډ، تاوتریخوالي او د بهرنیو ځواکونو پر راتلونکي له نړیوال بحٍث او خبرو وروسته د افغانستان جمهوريت پلوي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې خپلمنځي خبرې پیل شوې دي.
تازه خبرونه
بلجیم د اروپايي ټولنې په ناسته کې د اسلامي امارت د پلاوي د ګډون لپاره ویزه صادره کړه
د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.
بلجیم اعلان کړی، چې د اسلامي امارت پېنځه کسیز پلاوي ته یې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ په اړوند ناسته کې یې د ګډون لپاره ویزه صادره کړې ده. دا لومړی ځل دی، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د هغو د استازو کوربهتوب کوي.
د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.
رویټرز د دوه اروپايي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د دې پلاوي ویزه یوازې سېشنبې( د جون درویشتمه) لپاره اعتبار لري.
ویل شوي، اروپايي کمیسیون تېره میاشت د اسلامي امارت چارواکي بروکسل ته وربللي وه، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې ورسره وکړي.
اروپايي کمیسیون ټینګار کړی، چې دا ناسته یوازې تخنیکي ده او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو معنا نهلري.
د کمیسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي، غړي هېوادونه د هغو کسانو د بېرته ستنولو لارې چارې ارزوي، چې سخت جرمونه یې کړي یا امنیت ته ګواښ بلل کېږي او دا ناسته هم په همدې تړاو جوړېږي.
د رویټرز له لوري د لیدل شوي لیک له مخې، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ته استول شوی؛ د خبرو اصلي محور د هغو افغان وګړو بېرته ستنول او بیا منل دي، چې په اروپايي ټولنه کې د استوګنې حق نهلري.
تازه خبرونه
آلمان د اسلامي امارت شپږ نور ډیپلوماټان مني
انډيآر د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې دا هوکړه د هغو پټو خبرو اترو په پایله کې رامنځته شوې، چې تېره اوونۍ په استانبول کې د اسلامي امارت د استازو او د جرمني د کورنیو چارو وزارت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ شوې وه.
آلماني رسنیو راپور ورکړی، چې دې هېواد د اسلامي امارت د شپږ نورو ډیپلوماټانو له منلو سره هوکړه کړې ده. دا هڅه د هغه تړون یوه برخه ده، چې له مخې یې له جرمني څخه افغانستان ته د افغانانو د ایستلو د الوتنې زیاتې شي.
انډيآر د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې دا هوکړه د هغو پټو خبرو اترو په پایله کې رامنځته شوې، چې تېره اوونۍ په استانبول کې د اسلامي امارت د استازو او د جرمني د کورنیو چارو وزارت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ شوې وه.
د آلمان کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې د دې وزارت د چارواکو او د اسلامي امارت د استازو ترمنځ د «تخنیکي کچې» خبرې شوي؛ خو د دغو ناستو د ځای او مودې په اړه یې له جزئیاتو ورکولو ډډه کړې ده.
د انډيآر د راپور له مخې، دا هوکړه له آلمان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د پام وړ ډېرېدا لپاره زمینه برابروي.
د آلمان کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، چې کابل ته د چارټر الوتنې پراخه کیږي او په راتلونکي کې به هره میاشت تر درې پورې د ایستلو الوتنې ترسره شي. همداراز، د ځینو کسانو د ایستلو لپاره به د عادي سوداګریزو الوتنو زمینه هم برابره شي.
د راپور له مخې، اسلامي امارت له ډېر پخوا راپدېخوا د ایستلو د الوتنو په برخه کې همکاري له دې سره تړلې وه، چې آلمان دې نور افغان ډیپلوماټان هم ومني. ویل کېږي، چې دا ډیپلوماټان د هغو افغانانو د هویت د تائید او د سفر د اړینو اسنادو د برابرولو لپاره مهم دي، چې د ایستلو په درشل کې وي.
اوسمهال په آلمان کې یوازې د اسلامي امارت له لوري معرفي شوي دوه قونسلي چارواکي فعالیت لري. دغو کسانو، چې په ۲۰۲۵ز.کال کې دې هېواد ته تللي وه؛ په برلین کې د افغانستان په سفارت او بن کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې مهم مسوولیتونه پر غاړه اخیستي دي.
د آلمان کورنیو چارو وزیر الکسانډر ډوبرینډټ د کډوالو د ایستلو له حکومتي تګلارې دفاع کړې او «بیلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې ته یې ویلي: هغه کسان، چې په آلمان کې له ملاتړ ترلاسه کولو وروسته درانده جرمونه ترسره کوي؛ باید بېرته خپل هېواد ته واستول شي.
هغه ویلي: «هر څوک، چې زمونږ له ملاتړ ناوړه ګټه واخلي او دلته جدي جرمونه ترسره کړي؛ باید خپل راتلونکی په خپل هېواد کې ولټوي. زمونږ ټولنه په مشروع ډول غواړي، چې مجرمان له هېواده ووځي.»
تازه خبرونه
د افغانستان د هندوکش سیمه د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې ولړزوله
د یاد مرکز د څرګندونو له مخې، دا زلزله پر ځایي وخت شاوخوا ۲:۵۲ رامنځته شوه.
د امریکا ژیولوژیکي سروې مرکز ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ د افغانستان د هندوکش سیمه د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې ولړزوله.
د یاد مرکز د څرګندونو له مخې، دا زلزله پر ځایي وخت شاوخوا ۲:۵۲ رامنځته شوه.
د دې مرکز په راپور کې راغلي؛ زلزلې له ۲۰۷ کیلومټره ژوروالي څخه سرچینه اخیستې وه.
له زلزلې وروسته سمدلاسه د مرګ او ژوبلې یا زیان راپور ورکړ شوی نهدی.
-
تازه خبرونه5 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري5 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days agoاماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکه
-
تازه خبرونه2 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه2 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان سولې ته رسېدلی، اوس اقتصادي پرمختګ ته اړتیا لري – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه22 hours agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه2 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
