Connect with us

Opinion

د شانګهای د همکاریو ټولنه؛ اهمیت، موخې، د افغانستان رول او د بیشکیک د راتلونکې سرمشریزې اغېزې

افغانستان کولی شي د کانونو، کرنې، انرژۍ ،ټرانسپورټ، لوژسټیک، سوداګرۍ او صنعتي تولید په برخو کې د دې ټولنې له هېوادونو سره همکاری پراخه کړي.

خپور شوی

د

د شانګهای همکاریو ټولنه یا «SCO » په تېرو دوه لسیزو کې د آسیا او یوروشیا د سیمې له مهمو سیاسي، امنیتي او اقتصادي ټولنو څخه ګرځېدلی دی. دا ټولنه په داسې جغرافیه کې فعالیت کوي، چې د نړۍ ځینې ستر قدرتونه، مهم اقتصادي بازارونه او د امنیت له پلوه حساسې سیمې په کې شاملې دي. چین، روسیه، هند، پاکستان، ایران، د منځنۍ آسیا هېوادونه او بېلاروس د دې ټولنې غړیتوب لري. په داسې حال کې، چې افغانستان او منګولیا د څارونکو هېوادونو غوندې له ډې ټولنې سره اړیکې لري. د شانګهای ټولنې اصلي تمرکز یوازې پر امنیت نه دی، بلکې اقتصادي همکاري ،ټرانسپورټ، انرژي، سوداګري، کلتوري اړیکې، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او سیمه‌ییز ثبات هم د دې ټولنې د اجنډا مهمې برخې دي .

د شانګهای ټولنه څه شی ده؟

د شانګهای همکاریو ټولنې بنسټ په ۲۰۰۱ کال کې کېښودل شو. د دې ټولنې د جوړېدا اصلي موخه دا وه، چې د غړیو هېوادونو ترمنځ باور، ښه ګاونډیتوب او امنیتي همکاري پیاوړې شي. د ټولنې مرکزي دفتر په بیجینګ کې دی.

د شانګهای ټولنې لومړني بنسټګر چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ول. وروسته د ټولنې د غړیتوب ساحه پراخه شوه او هند او پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې، ایران په ۲۰۲۳ کال کې او بلاروس په ۲۰۲۴ کال کې دایمي غړي شول. په دې توګه، نن دا ټولنه لس دایمي غړي لري. سربېره پر دې، یو شمېر هېوادونه د څارونکي او د خبرو اترو د شریکانو حیثیت لري.

د ټولنې په جوړښت کې د دولتونو مشران، د بهرنیو چارو وزیران، دفاعي او امنیتي چارواکي، اقتصادي بنسټونه او بېلابېل تخصصي ارګانونه په منظم ډول غونډې کوي. د دې ټولنې مهمه ځانګړنه دا ده، چې د غړیو هېوادونو ترمنځ د اختلافونو باوجود، د ګډو سیمه‌ییزو مسایلو لپاره د خبرو او همکارۍ یو واحد چوکاټ رامنځته کوي.

د شانګهای ټولنې اساسي موخې

د شانګهای ټولنې لومړنی او تر ټولو مهم هدف د سیمې امنیت او ثبات دی. ټولنه د ترهګرۍ، افراطیت، بېلتونپالنې ،منظم جرمونو او نشه‌یي توکو د قاچاق پر وړاندې د ګډې مبارزې لپاره د غړو هېوادونو ترمنځ همکاري تنظیموي.

د دې ټولنې فعالیتونه یوازې امنیتي موضوعاتو ته محدود نه‌دي. د شانګهای ټولنه هڅه کوي، چې د غړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې، سوداګري، پانګونه، انرژي، ټرانسپورټ او سیمه‌ییزه نښلېدا پراخه شي. په وروستیو کلونو کې ډیجیټلي اقتصاد، مصنوعي ځیرکتیا، د انرژۍ امنیت، شین اقتصاد او مالي همکاری هم د دې ټولنې د اجنډا مهمې برخې ګرځېدلې دي.

د ټولنې له مهمو اوږدمهاله اهدافو څخه یو دا هم دی، چې د نړیوال نظام په بدلېدونکي وضعیت کې د آسیا او یوروشیا هېوادونو ترمنځ ګډ دریځ او همغږي زیاته کړي. د ټولنې د ۲۰۳۵ کال د پراختیا سټراټیژي هم له نړیوالو او سیمه‌ییزو ټولنو سره د اړیکو د پراخولو او د ټولنې د نړیوال رول د پیاوړتیا موضوع ته ځانګړې پاملرنه کوي.

ولې شانګهای ټولنه مهمه ده؟

د شانګهای ټولنې اهمیت د غړیو هېوادونو له جغرافیایي، وګړنیز، اقتصادي او سیاسي وزن سره مستقیم تړاو لري. په دې ټولنه کې چین او روسیه د نړۍ له مهمو قدرتونو څخه دي، هند او پاکستان د جنوبي آسیا مهم هېوادونه دي او د منځنۍ آسیا هېوادونه د چین، روسیې، جنوبي آسیا او اروپا ترمنځ د جغرافیایي اتصال په برخه کې ځانګړی موقعیت لري.

له همدې کبله د شانګهای ټولنې پرېکړې یوازې د غړیو هېوادونو پر اړیکو اغېز نه‌کوي؛ بلکې د افغانستان، منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا، منځني ختیځ او حتی د نړیوال اقتصاد او امنیت پر وضعیت هم اغېز لرلی شي.

پر ځانګړي توګه د افغانستان لپاره د دې ټولنې اهمیت ډېر دی؛ ځکه افغانستان د شانګهای ټولنې له ډېرو غړیو سره ګډه پوله، تاریخي اړیکې او اقتصادي تعاملات لري. چین، پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له افغانستان سره مستقیمې یا نږدې اړیکې لري او روسیه هم د افغانستان په امنیتي او سیاسي معادلاتو کې مهم رول لري.

د افغانستان رول په شانګهای ټولنه کې

افغانستان په ۲۰۱۲ کال کې د شانګهای ټولنې د څارونکي هېواد حیثیت ترلاسه کړ. له دې مخکې په ۲۰۰۵ کال کې د شانګهای ټولنې او افغانستان ترمنځ د افغانستان د تماس ډلې د جوړېدو هوکړه شوې وه، چې وروسته په ۲۰۱۸ کال کې یې نوی پروتوکول هم لاسلیک شو. د دې میکانیزم هدف د افغانستان د سولې، ثبات، له ترهګرۍ او افراطیت څخه د پاک افغانستان او اقتصادي پرمختګ لپاره د همکاریو د وړاندیزونو او نظریاتو رامنځته کول ول.

د افغانستان لپاره د شانګهای ټولنې اهمیت په دې کې دی، چې هېواد د ټولنې د امنیتي بحثونو له مرکز څخه ډېر لرې نه‌دی. د افغانستان ناامني، ترهګري، د نشه‌یي توکو قاچاق، سرحدي ستونزې او اقتصادي کمزوري کولی شي پر نږدې ګاونډیو او د سیمې پر امنیت مستقیم اغېز وکړي.

همدا دلیل دی، چې د افغانستان موضوع د شانګهای ټولنې لپاره یوازې د یوه بهرني هېواد موضوع نه‌ده؛ بلکې د سیمه‌یز امنیت له مهمو موضوعاتو څخه ده.

افغانستان کولی شي له دې ټولنې څخه د ټرانسپورټ، سوداګرۍ، انرژۍ، پانګونې، کرنې، کانونو او سیمه‌ییزې نښلېدا په برخو کې هم ګټه واخلي. که افغانستان د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د ټرانزیټي پل پر توګه خپل موقعیت سم وکاروي؛ د شانګهای ټولنې له اقتصادي ظرفیتونو څخه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره استفاده کېدای شي.

د بیشکیک د ۲۰۲۶ کال سرمشریزه

د شانګهای ټولنې د مشرانو راتلونکې سرمشریزه به د قرغزستان په پلازمېنه بیشکیک کې د ۲۰۲۶ کال د اګست له یودېشمې څخه د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې ترسره شي. دا سرمشریزه؛ ځکه هم ځانګړې اهمیت لري، چې د شانګهای ټولنې د جوړېدو پېنځه‌ویشتمه کلیزه هم په همدې کال کې راځي.

د سرمشریزې د چمتووالي په لړ کې د ټولنې د ملي همغږوونکو، بهرنیو چارو وزیرانو او نورو اړوند ادارو غونډې ترسره شوې دي. د ۲۰۲۶ کال پر جولای په چولپون-اتا کې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې هم د بیشکیک د سرمشریزې لپاره د اعلامیې او نورو اسنادو مسودې وڅېړلې.

د دې سرمشریزې د اجنډا مهمې موضوعګانې به امنیت، اقتصادي همکاری، سیمه‌ییز اتصال، انرژي، مالي همکاري، د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه او د ټولنې د راتلونکي رول پیاوړتیا وي.

په بیشکیک کې د ۲۰۲۶ کال د شانګهای ټولنې ګڼې تخصصي غونډې هم ترسره شوې دي. د بېلګې په توګه؛ د جون په میاشت کې د انرژۍ د وزیرانو غونډه وشوه، چې د انرژۍ امنیت، د انرژۍ موثریت او د نوي کېدونکې انرژۍ پر ګډو پروژو بحث په کې وشو. همدارنګه د ماليې وزیرانو او مرکزي بانکونو د مشرانو په غونډه کې د مالي همکاریو، د ملي اسعارو پر کارولو او د شانګهای د پراختیایي بانک د جوړېدو پر موضوع بحث وشو.

د جولای پر اووه‌ویشتمه او اته‌ویشتمه په بیشکیک کې د شانګهای ټولنې د رسنیو او تحلیلي مرکزونو غونډه هم ترسره شوه، چې د ۲۶ هېوادونو شاوخوا ۲۵۰ استازو په کې ګډون کړی و. د غونډې اصلي موضوع «په نوي بېر کې شانګهای ټولنه؛ له متقابل تفاهم څخه تر عملي همکاریو» وه .

د بیشکیک سرمشریزې لپاره د افغانستان اهمیت

د افغانستان لپاره د بیشکیک سرمشریزه د دې لپاره مهمه ده، چې د افغانستان موضوع د سیمې د لس غړیو هېوادونو پر کچه بیا مطرح کېږي. افغانستان کولی شي د دې فرصت له لارې د امنیت، اقتصاد، ټرانزیټ او سیمه ییز اتصال په اړه خپلې اړتیاوې او لومړیتوبونه مطرح کړي.

تر ټولو مهمه موضوع دا ده، چې افغانستان باید یوازې د امنیتي ستونزې پر توګه مطرح نه‌شي. که د افغانستان بحث یوازې د ترهګرۍ، نشه یي توکو او سرحدي امنیت تر کچې محدود پاتې شي، د افغانستان اقتصادي ظرفیتونه به له پامه وغورځول شي.

افغانستان د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د جغرافیایي اتصال له پلوه ځانګړی موقعیت لري. د رېل پټلۍ، سړکونو، برښنا ،سوداګریزو دهلېزونو او سیمه ییزو پروژو له لارې افغانستان کولی شي د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ د اتصال مهمه نقطه شي.

له همدې کبله، د شانګهای ټولنې لپاره هم ثبات لرونکی او اقتصادي پیاوړی افغانستان د سیمې په ګټه دی.

اقتصادي اهمیت؛ افغانستان څه ترلاسه کولی شي؟

د شانګهای ټولنه د اقتصادي همکاریو پراخ ظرفیت لري. د چین، روسیې، هند، ایران، پاکستان او منځنۍ آسیا هېوادونه په ګډه د افغانستان لپاره د لوی بازار، ټرانسپورټي دهلېز او پانګونې مهم فرصتونه رامنځته کولی شي.

افغانستان کولی شي د کانونو، کرنې، انرژۍ ،ټرانسپورټ، لوژسټیک، سوداګرۍ او صنعتي تولید په برخو کې د دې ټولنې له هېوادونو سره همکاری پراخه کړي.

په دې برخه کې د شانګهای پراختیایي بانک د جوړېدو موضوع هم مهمه ده. په ۲۰۲۶ کال کې بیشکیک د دې بانک د جوړېدو په اړه مشورتي غونډې ترسره کړه او د غړو هېوادونو ترمنځ د دې مالي بنسټ د جوړېدو پر عملي جزئیاتو بحث شوی دی.

که دغه ډول مالي میکانیزمونه په راتلونکي کې عملي شي، افغانستان کولی شي د سیمه‌ییزو بېخبنایي او اقتصادي پروژو لپاره د تمویل له فرصتونو څخه استفاده وکړي؛ البته دا کار د افغانستان د سیاسي وضعیت، نړیوالې رسمیت پېژندنې، بانکي اړیکو او د پانګونې د امنیت له وضعیت سره مستقیم تړاو لري.

پایله

د شانګهای همکاریو ټولنه په یویشتمه پېړۍ کې د آسیا او یوروشیا د سیمې د بدلېدونکي جیوپولیټیک یوه مهمه نښه ده .

دا ټولنه له یوې امنیتي همکارۍ څخه ورو ورو د اقتصاد، انرژۍ، ټرانسپورټ، مالي چارو، ټکنالوژۍ او نړیوالې همکارۍ پر پراخ چوکاټ بدلېږي.

د افغانستان لپاره د شانګهای ټولنې اهمیت تر بل هر وخت زیات دی. افغانستان د دې ټولنې له ډېرو غړیو سره ګډې پولې، اقتصادي اړیکې او امنیتي مشترکات لري او د سیمې له امنیت او اقتصاد څخه ځان بېلولی نه‌شي.

د افغانستان لپاره اصلي پوښتنه دا ده، چې له څارونکي حیثیت څخه څنګه عملي ګټه پورته کړي. افغانستان باید په شانګهای ټولنه کې یوازې د امنیت او ترهګرۍ د بحث موضوع نه وي؛ بلکې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، انرژۍ، پانګونې او سیمه‌ییز اتصال د بحث یوه فعاله برخه وګرځي.

د بیشکیک راتلونکې سرمشریزه، چې د ۲۰۲۶ کال د اګست پر یودېرشمه او د سپټمبر پر لومړۍ نېټه ترسره کېږي؛ د افغانستان لپاره د دې فرصت یوه مهمه صحنه ده. که د افغانستان موضوع د سیمې د هېوادونو له امنیتي اندېښنو سره یوځای د اقتصادي همکاریو، سیمه ییز اتصال او اوږدمهاله ثبات له زاویې مطرح شي، نو شانګهای ټولنه کولی شي د افغانستان په سیمه ییز ادغام کې مهم رول ولوبوي.

په بل عبارت، د افغانستان لپاره د شانګهای ټولنې ارزښت یوازې په دې کې نه‌دی، چې« افغانستان د ټولنې څارونکی هېواد دی»، بلکې اصلي اهمیت یې دا دی، چې افغانستان د همدې ټولنې د غړیو ترمنځ د جغرافیې، امنیت، اقتصاد او ټرانزیټ په یوه مهمه نقطه کې موقعیت لري. د دغه موقعیت د تبدیلولو لپاره سیاسي ثبات، اقتصادي اصلاحات او فعاله سیمه ییزه ډیپلوماسي اړینه ده.

Opinion

د چین د ۵ او ۱۵ کلنو پراختیايي پلانونه؛ د بريالیتوب رازونه او نړيوال درسونه

«لويې لاسته راوړنې د لويو شعارونو، بلکې د اوږدمهاله لیدلوري، منظم پلان، دوامدار کار او د پلان د عملي کولو له لارې رامنځته کېږي.»

Published

on

په معاصر نړیوال نظام کې د چین چټک اقتصادي، صنعتي، ټکنالوژیک او ټولنیز پرمختګ د نړۍ د ډېرو هېوادونو د پام وړ ګرځېدلی دی. هغه هېواد چې څو لسیزې وړاندې د پراخې بېوزلۍ، کمزوري صنعتي بنسټ او محدود نړیوال اقتصادي حضور له ستونزو سره مخ و، نن د نړۍ له مهمو اقتصادي او ټکنالوژیکو قدرتونو څخه شمېرل کېږي.

د چین د دې تحول تر شا یوازې اقتصادي منابع او لوی نفوس نه، بلکې یو منظم، اوږدمهاله او مرحل هوار پلان جوړوونکی نظام هم مهم رول لري. چین د خپل پرمختګ لپاره د پنځو کلونو پر بنسټ مشخص پلانونه جوړوي، خو د دې پلانونو تر شا یې د ۱۰، ۱۵ او حتی تر ۲۰۳۵ کال پورې اوږدمهاله ستراتیژیکې موخې هم ټاکلې دي.

د چین د بریالیتوب مهم درس دا دی چې هېوادونه باید یوازې د نن ورځې ستونزو ته ځواب ونه وایي؛ بلکې د راتلونکو

۱۵، ۲۰ او ۳۰ کلونو لپاره هم باید واضح لیدلوری ولري.

 د چین د پلان جوړونې فلسفه

د چین د پرمختیایي نظام اساسي ځانګړنه دا ده چې سترې موخې په کوچنیو او عملي پړاوونو وېشل کېږي. په بل عبارت ،چین د اوږدمهاله هدف لپاره لنډمهاله او منځمهاله پلانونه جوړوي.

د دې سیستم عمومي جوړښت داسې تشریح کېدای شي:

لومړی :اوږدمهاله ملي هدف ټاکل کېږي

دويم :د ۱۵ کلونو لپاره ستراتیژیک لیدلوری جوړېږي

درېیم :دا ستراتیژي په پنځه کلنو پلانونو وېشل کېږي

څلورم :د هر پنځه کلن پلان لپاره مشخص اقتصادي، ټولنیز، صنعتي او ټکنالوژیک اهداف ټاکل کېږي؛ پنځم :د پلان د عملي کېدو کچه په دوامداره توګه ارزول کېږي.

همدا تسلسل د چین د پلان جوړونې تر ټولو مهم قوت ګڼل کېږي. د حکومت بدلونونه د اساسي ملي اهدافو مسیر په بشپړه توګه نه بدلوي؛ بلکې هر نوی پړاو د پخوانیو لاسته راوړنو پر بنسټ جوړېږي.

د ۱۴م پنځه کلن پلان تجربه

د چین د ۱۴م پنځه کلن پلان دوره له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې وه. په دې دوره کې د اقتصادي ودې ترڅنګ ،ټکنالوژي، نوښت، شنه انرژي، صنعتي پرمختګ او د خلکو د ژوند د کیفیت لوړول د مهمو لومړیتوبونو په توګه مطرح شول.

د چین د رسمي اقتصادي معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د دغه هېواد ناخالص کورني تولید شاوخوا ۱۴۰ ټریلیون یوانو ته رسېدلی او اقتصاد یې د کال په کچه پنځه سلنه وده کړې ده. د چین د رسمي ارزونې له مخې، د ۱۴م پنځه کلن پلان مهمې موخې په بریالیتوب سره بشپړې شوې دي(National Bureau of Statistics of China) .

د دې پلان مهمې ځانګړنې په لاندې برخو کې وې:

۱ .د ټکنالوژۍ او نوښت پراختیا

چین په دې پوه شوی چې د راتلونکي نړیوال رقابت اصلي میدان یوازې د تولید او صادراتو بازار نه دی؛ بلکې مصنوعي ځیرکتیا، نیمههادي چپس، فضایي ټکنالوژي، برقي موټرونه، بیټرۍ، روبوټیک او ډیجیټلي اقتصاد د راتلونکي قدرت اساسي عناصر دي.

له همدې امله، چین د کورني تحقیق، پوهنتونونو، څېړنیزو مرکزونو او صنعتي شرکتونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړې. د دې سیاست هدف دا دی چې چین په مهمو ټکنالوژیکو برخو کې پر بهرنیو منابعو لږ متکي شي.

۲ .د تولیدي صنعت پیاوړتیا

د چین د اقتصادي ماډل یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې دغه هېواد یوازې د خدماتو پر اقتصاد تکیه نه کوي؛ بلکې تولیدي صنعت د خپل اقتصادي ځواک اساسي برخه ګڼي.

د ماشینونو، برقي موټرو، لمریزې انرژۍ، بیټریو، مخابراتي وسایلو او نورو صنعتي محصولاتو پراختیا د چین د نړیوال اقتصادي نفوذ مهم عوامل دي.

۳ .د زيربناوو پراخ پرمختګ

چین په تېرو څو لسیزو کې د سړکونو، رېل پټلۍ، بندرونو، هوایي ډګرونو، ښارونو او ډیجیټلي زیربناوو په برخه کې ستره پانګونه کړې ده.

د زیربناوو پراختیا نه یوازې د خلکو تګ راتګ او سوداګري اسانه کړې، بلکې د چین د بېلابېلو سیمو ترمنځ یې اقتصادي اړیکې هم پیاوړې کړې دي.

البته، د چین تجربه دا هم ښیي چې زیربنایي پانګونه باید د اقتصادي اړتیا، شفافې ارزونې او واقعي عاید پر بنسټ ترسره شي؛ ځکه بېځایه او له پورونو سره تړلې پروژې د اقتصادي فشارونو سبب کېدای شي.

د ۱۵ کلونو ستراتیژيک لیدلوری

د چین د اوږدمهاله پلان جوړونې یوه مهمه موخه تر ۲۰۳۵ کال پورې د هېواد د عصري کېدو د پروسې د پام وړ بشپړول دي.

د ۱۵ کلونو په دې لیدلوري کې څو اساسي اهداف شامل د ي:

* د اقتصاد او صنعت عصري کول

* د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې ځا نبسیاینه

* د خلکو د ژوند د کیفیت لوړول

* د شنه او چاپېریالساتونکي پرمختګ پراختیا

* د ملي امنیت پیاوړتیا

* د تولیدي اقتصاد لوړ کیفیت

* د ټولنې د علمي او بشري ظرفیتونو پراختیا.

د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو لپاره د چین د ۱۵م پنځه کلن پلان په لارښوونو کې د لوړ کیفیت اقتصادي پرمختګ، علمي او ټکنالوژیکي ځانبسیاینې، اصلاحاتو، د خلکو د ژوند د کیفیت لوړولو او ملي امنیت ته ځانګړی اهمیت ورکړل شوی دی.

د چین د بريالیتوب مهم عوامل

لومړی: اوږدمهاله لیدلوری

د چین یو له مهمو بریالیتوبونو څخه دا دی چې اقتصادي او ملي پرمختګ یې یوازې د یوه کال یا یوه حکومت د لنډمهاله برنامې په توګه نه دی تعریف کړی.

د ۵ کلونو پلانونه د ۱۵ کلونو ستراتیژۍ برخه دي، او ۱۵ کلنه ستراتیژي د لا اوږدمهاله ملي لیدلوري سره تړاو لري.

دويم: د دولت قوي ظرفیت

د لویو ملي پروژو عملي کول قوي دولتي ظرفیت ته اړتیا لري. چین د خپلو پلانونو د عملي کولو لپاره مرکزي ادارې ،محلي حکومتونه، صنعتي شرکتونه او څېړنیز بنسټونه په یوه پراخه منظمه شبکه کې سره نښلولي دي.

درېیم: د پلان او عمل ترمنځ اړيکه

د چین د پلان جوړونې مهم درس دا دی چې پلان یوازې د کاغذ پر مخ نه پاتې کېږي. د لویو موخو ترڅنګ مشخصې ادارې، بودیجې، پروژې او د تطبیق مهالوېش ټاکل کېږي.

همدا د پلان او عمل ترمنځ اړیکه د بریالیتوب لپاره اساسي اهمیت لري.

څلورم: د اصلاحاتو او ثبات توازن

چین هڅه کړې چې اقتصادي اصلاحات د سیاسي او ټولنیز ثبات له اړتیاوو سره یوځای پر مخ یوسي.

د چین د تجربې له مخې، اصلاحات هغه وخت دوامداره پایله ورکوي چې د اقتصادي ودې، ټولنیز ثبات او ملي لومړیتوبونو ترمنځ یو ډول توازن موجود وي.

پنځم: په بشري پانګ هونې تمرکز

هیڅ هېواد یوازې د طبیعي منابعو له لارې اوږدمهاله پرمختګ نه شي کولای. چین په پوهنتونونو، مسلکي زده کړو ،څېړنو او تخنیکي مهارتونو کې پراخه پانګونه کړې ده.

په نننۍ نړۍ کې د هېوادونو ترمنځ اصلي سیالي د طبیعي منابعو پر ځای د پوهې، نوښت او بشري ظرفیتونو پر سر ده.

د چین د تجربې محدوديتونه

د چین د پرمختګ تجربه، سره له دې چې مهم درسونه لري، باید په مستقیم ډول د هر هېواد لپاره کاپي نه شي.

هر هېواد خپل ځانګړی جغرافیایي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز شرایط لري. د چین د پرمختګ یوه برخه د دغه هېواد له ځانګړي نفوس، بازار، دولتي جوړښت او تاریخي شرایطو سره تړلې ده.

همدارنګه، چین له جدي ننګونو سره هم مخ دی. د کورني مصرف کمزوري، د املاکو بازار ستونزې، د نفوس د عمر زیاتوالی، د ځینو محلي حکومتونو پورونه او د نړیوالو اقتصادي سیالیو زیاتوالی هغه مسایل دي چې د چین راتلونکې پلان جوړونه به اغېزمنه کړي. د ۲۰۲۶ کال وروستي اقتصادي راپورونه هم ښیي چې د چین د ودې ترڅنګ د کورني تقاضا او املاکو په برخو کې فشارونه موجود دي(Financial Times) .

له همدې امله، د چین بریالیتوب باید د یوې بشپړې او له ستونزو خالي نمونې په توګه ونه کتل شي؛ بلکې د پرمختګ، اصلاحاتو، لاسته راوړنو او ننګونو ګډه تجربه ده.

افغانستان ته د چین د تجربې درسونه

افغانستان د چین د پلان جوړونې له تجربې څخه څو مهم درسونه اخیستلای شي.

۱ .ملي پلان بايد له سیاسي بدلونونو څخه پورته وي

افغانستان د اوږدمهاله او دوامدار ملي پلان اړتیا لري. د حکومتونو، نظامونو او ادارو بدلون باید د هېواد اساسي پرمختیایي اهداف په بشپړه توګه له منځه یوسي.

۲ .د ۱۵ کلونو لپاره بايد واضح ملي لیدلوری موجود وي

افغانستان کولی شي د ۱۵ کلونو لپاره د اقتصاد، تعلیم، انرژۍ، کرنې، صنعت، ټکنالوژۍ او سیمهییز اتصال ملي اهداف وټاکي او بیا یې په درې یا پنځه کلنو عملي پړاوونو ووېشي.

۳ .د پلان عملي کېدل بايد له ارزونې سره تړلي وي

هر پلان باید د اندازه کولو وړ شاخصونه ولري. یوازې دا ویل چې «اقتصاد به وده وکړي» کافي نه دي؛ بلکې باید مشخصه شي چې:

* څومره دندې به ایجادېږي؟

* څومره صادرات به زیاتېږي؟

* د انرژۍ تولید به څومره لوړ شي ؟

* د بېوزلۍ کچه به څومره راټیټېږي ؟

* د زدهکړو او روغتیا په برخو کې به څه ډول پرمختګ رامنځته کېږي؟

۴ .د بشري پانګې پراختیا بايد لومړيتوب وي

افغانستان د طبیعي منابعو ترڅنګ تر هر څه وړاندې د مسلکي، تحصیلکرده او نوښتګر نسل اړتیا لري.

که د یوه هېواد ځوانان له علم، مهارت او کار سره مجهز نه وي، هېڅ اوږدمهاله اقتصادي پلان دوامداره بریالیتوب نه شي ترلاسه کولای.

پايله

د چین د ۵ کلنو پلانونو او ۱۵ کلونو اوږدمهاله ستراتیژیک لیدلوري تر ټولو مهم درس دا دی چې لوی پرمختګ په یوه شپه نه رامنځته کېږي.

چین خپل اقتصادي او ملي پرمختګ د اوږدمهاله هدفونو، مرحلهوارو پلانونو، قوي ادارو، بشري پانګونې، ټکنالوژیک نوښت او دوامدارې ارزونې له لارې پر مخ وړی دی.

د چین د بریالیتوب اصلي راز یوازې په پیسو، نفوس یا طبیعي منابعو کې نه دی؛ بلکې په دې کې دی چې دغه هېواد هڅه کړې اوږدمهاله هدفونه په عملي او اندازه کېدونکو پړاوونو بدل کړي.

د افغانستان په څېر هېوادونو لپاره د چین تر ټولو مهم درس دا دی چې هیڅ ملت د لنډمهاله او بېثباته تصمیمونو له لارې اوږدمهاله پرمختګ نه شي کولای.

افغانستان ته اړتیا ده چې د خپل جغرافیایي موقعیت، طبیعي منابعو، ځوان نفوس او سیمهییزو فرصتونو پر بنسټ یو واضح ملي لیدلوری جوړ کړي؛ دغه لیدلوری په پنځه کلنو پلانونو ووېشي؛ د هر پلان د عملي کېدو لپاره مشخصې ادارې او شاخصونه وټاکي؛ او د ملي پرمختګ پروسه د سیاسي اختلافاتو له اغېز څخه تر ممکنه حده خوندي وساتي.

په پای کې، د چین تجربه موږ ته دا پیغام راکوي:

«لويې لاسته راوړنې د لويو شعارونو، بلکې د اوږدمهاله لیدلوري، منظم پلان، دوامدار کار او د پلان د عملي کولو له لارې رامنځته کېږي.»

Continue Reading

Opinion

د اورپکو د ځپلو له لارې د افغانستان او پاکستان د اړیکو بیارغېدا

د ایکسپریس ټریبیون د څرګندونو له مخې؛ که څه هم په وروستیو اوونیو کې د خلکو پام د پاکستان او هند ترمنځ مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي ته اوښتی؛ خو د پردې تر شا پاکستان او افغانستان د هغو اړیکو د ښه کولو لپاره مهم ګامونه پورته کړل، چې په وروستیو کلونو کې خړې شوې وې. په ځانګړي توګه د امنیتي مسلو په اړه.

Published

on

Dar, Wang, Muttaqi
Last Updated on: غبرګولى ۶, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت په یوه داسې حرکت کې، چې د پالیسۍ احتمالي بدلون پر ګوته کوي؛ د هغو عناصرو پر وړاندې د هڅو ښکارندویي کوي، چې په پاکستان کې له پولې هاخوا بریدونو ته آسانتیاوې برابروي. دا د اړیکو یو داسې بدلیدونکی ګام دی، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ یې ډیپلوماټیک حرکت نوی کړی دی.

د ایکسپریس ټریبیون د څرګندونو له مخې؛ که څه هم په وروستیو اوونیو کې د خلکو پام د پاکستان او هند ترمنځ مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي ته اوښتی؛ خو د پردې تر شا پاکستان او افغانستان د هغو اړیکو د ښه کولو لپاره مهم ګامونه پورته کړل، چې په وروستیو کلونو کې خړې شوې وې. په ځانګړي توګه د امنیتي مسلو په اړه.

په اندېښنو کې ډوب اسلام‌آباد د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسلوالو ډلو له شتون سره مخ دی او ادعا کیږي، چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.

دغه هرڅه د روان کال د مارچ له میاشتې وځلېدل؛ هغه مهال، چې د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي محمد صادق خان پر مشرۍ کابل ته راغی.

له دې غونډو باخبرې سرچینې وايي؛ د لومړي ځل لپاره پاکستان درک کړه، چې د اسلامي امارت مشرتابه د اسلام‌آباد امنیتي اندېښنې جدي نیسي.

د راپورونو پر بنسټ اسلامي امارت د هغو افغانانو نیول پیل کړي، چې یا یې له تحریک طالبان پاکستان سره همکاري کړې او یا یې د جلب او جذب په برخه کې فعال رول لوبولی دی. د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ په دې تړاو څو کسان نیول شوي او محاکمه شوي هم دي.

دې پرېکړو په ځانګړي توګه په خیبر پښتونخوا ایالت کې وسلوال تاوتریخوالی د پام وړ کم کړی او د دواړو ګاونډ حکومتونو ترمنځ د تاوتریخوالي په کمولو کې اغېزمنې ثابتې شوې دي.

ایکسپریس ټریبیون دا هم څرګنده کړې، چې وروستیو بدلونونو د اپریل پر نولسمه د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار ته د تاریخي سفر زمینه برابره کړه. دا په تېرو درې کلونو کې افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر لومړی سفر و.

د دې سفر په لړ کې دواړو خواوو د متقابلو ژمنو هوکړې وکړې؛ افغانستان ژمن شو، چې اجازه به ورنکړي، چې خپله خاوره پر پاکستان د برید لپاره وکاروي او په بدل کې پاکستان ځینې سوداګریز محدودیتونه راکم کړل او افغان واردونکو ته یې د بانکي تضمین اړتیا هم له منځه یوړه.

د پهالګام د سیاحتي سیمې له برید وروسته د اسلامي امارت لخوا د هغو افغانانو د نیولو هڅو، چې پاکستان ته له ۷۰ څخه زیاتو وسلوالو په ننوتلو کې ښکېل ول؛ د اسلام‌آباد باور ډېر کړی دی.

د ایکسپریس ټریبیون په څرګندونو کې راغلي؛ دا ټول نفوذیان د شمالي وزیرستان پولې ته نږدې په یو ورځني عملیاتو کې ونیول شول. هغه عملیات، چې پاکستانيو چارواکو یې د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو راپدېخوا د ترهګرۍ ضد تر ټولو لوی عملیات یاد کړي دي.

سره له دې هم پاکستانيو چارواکي خبرداری ورکړی، چې دا یوازې پیل دی. یوه امنیتي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي: “دا یو مثبت پیل دی؛ خو مونږ تمه لرو، چې اسلامي امارت به په دې برخه کې نه بدلېدونکي ګامونه پورته کړي.”

باور دی، چې چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو په آسانتیاوو کې مهم رول لوبولی دی. د می پر یوویشتمه د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په بیجینګ کې د افغانستان او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د درې اړخیزې غونډې کوربتوب وکړ.

له دې غونډې وروسته دواړو هېوادونو پرېکړه وکړه، چې د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو کچه پراخه کړي او د سفیرانو د ټاکلو پلانونه یې اعلان کړل. دا یوه داسې هڅه وه، چې د پاکستانيو چارواکو لخوا تائید شوی؛ خو تر اوسه پر رسمي بڼه ترسره شوې نده.

چین لومړنی هېواد دی، چې په کابل کې یې سفیر وټاکه او په بیجینګ کې یې د اسلامي امارت استازی هم ومانه. د راپورونو له مخې روسیه او ترکیه په ورته اقداماتو غور کوي.

د پاکستان چارواکي په دې باور دي، چې له ځینو دوامداره امنیتي اندېښنو سره – سره په سیمه کې نويو بدلونونو اسلام‌آباد اړ کړی، چې رښتینی او عملي چلند غوره کړي. له هند سره د پوځي کړکېچونو وروستي زیاتوالي د پاکستان تمرکز د خپلو لویدیځو پولو په خوندي کولو نور هم پیاوړی کړی دی.

دغه راز هند هم د افغانستان پر وړاندې د خپلو پخوانیو پالیسیو د بیا کتنې نښې ښودلې دي.

د هند بهرنیو چارو وزیر سبرامنیم جی شنکر په دې وروستیو کې د اسلامي امارت له خپل سیال سره خبرې اترې وکړې، چې په ګټوره توګه یې له اسلامي امارت سره د دوه لسیزو غیر ډیپلوماټیکو اړیکو پالیسي پای ته ورسوله.

د چارو د شنونکو د څرګندونو له مخې؛ په بیجینګ کې درې اړخیزه غونډه نه یوازې د سیمه‌ییز ثبات د پیاوړتیا لپاره یوه هڅه وه، بلکې د چین لخوا هند ته یو سټراټیژیک پیغام هم و. داسې پیغام، چې د افغانستان راتلونکی ممکن له بیجینګ او اسلام‌آباد سره په همکارۍ او همغږۍ کې ډېر ښه راوځلیږي.

Continue Reading

Opinion

په افغانستان کې د “جنګي جرمونو” قربانیان عدالت غواړي

د بشري حقونو د څار ټولنې د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه پورې یوازې یو اسټرالیایي سرتېری د دې جرمونو په تړاو تورن شوی دی.

Published

on

د بشري حقونو د څار ټولنې اعلان کړی؛ هغه افغان کورنۍ، چې د کورنۍ غړي یې بې ګناه د افغانستان په ۲۰ کلنه جګړه کې د بریټانوي او اسټرالیایي ځواکونو لخوا وژل شوي اوس هم د عدالت پر تمه دي.

دې ټولنې پر دواړو هېوادونو نیوکه کړې او څرګندوي، چې د دې “جنګي جرمونو” په ارزولو او څېړلو کې د قربانیانو کورنیو ته د عدالت په رامنځته کولو کې ځنډ راغلی دی.

د بشري حقونو د څار ټولنې د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه پورې یوازې یو اسټرالیایي سرتېری د دې جرمونو په تړاو تورن شوی دی.

دې ټولنې د آسټرالیا حکومت لخوا په افغانستان کې د جنګي جرمونو د ثبت او مستند کولو لپاره اوبپاڼه جوړه کړې او د بریټانیا لخوا د خپلواکې څېړنې له پیله یې ستاینه کړې ده؛ خو دا کړنې یې بشپړې ندې ګنلي.

د آسټرالیا د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې اوبپاڼې له جوړولو سره یې قربانیانو ته فرصت ورکړی، چې خپل شکایتونه ثبت او پر فارسي او پښتو ژبو د غرامت غوښتنه وکړي.

د بشري حقونو د څار ټولنې د آسټرالیا دا اقدام “مثبت او د ستاینې وړ” وباله؛ خو وایي، چې دا د حکومتي پلټنې د پایلو له خپرېدو پېنځه کاله وروسته تر سره شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: “دا [د حکومت پلټنې] د احتمالي جرمونو پراخه لړۍ د جنګي بندیانو او ملکي وګړو لنډمهاله اعدامونه ” څرګنده وي. په هرصورت یوازې یو سرتېری د دې جرمونو لپاره تورن شوی دی.”

د بشري حقونو ټولنې دا هم ویلي، چې ملګري ملتونه اوس هم د غرامت په اړه د آسټرالیا له چلنده اندېښمن دي. د ملګرو ملتونو ځانګړي ماموریت د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د اسټرالیا د غرامت ورکولو چلند “د پوځ په اختیار کې د خیرات یوه بڼه ګڼل شوې نه د نړیوال قانون له مخې د قربانیانو لپاره قانوني حق .”

د بشري حقونو د څار ټولنې ټینګار کړی : “د آسټرالیا حکومت باید ډاډ ترلاسه کړي، چې افغانان د دې اوبپاڼې له شتون او د شکایت ثبتولو څرنګوالي څخه خبر دي.”

دغه راز د بشري حقونو د څار ټولنې ویلي، چې بریټانیا د یو مسوول هېواد په توګه “ډېر ورو پرمختګ” کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه څېړنې له څو کلونو راپدېخوا روانې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!