تازه خبرونه
په تېر یو کال کې د ۲،۵ میلیارډ افغانیو زاړه بانکنوټونه راټول او له منځه وړل شوي
د افغانستان بانک ویاند حسیبالله نوري ويلي، چې هېوادوال کولی شي دافغانستان بانک یا سوداګریزو بانکونو ته ورشي؛ خپل زاړه او زیانمن بانکنوټونه له نویو هغو سره بدل کړي.
دافغانستان بانک ويلي، چې په تېر یو کال کې د شاوخوا ۲،۵ میلیارډ افغانیو پر ارزښت زاړه او زیانمن بانکنوټونه له پولي چلښت څخه راټول او له منځه وړل شوي دي.
د افغانستان بانک ویاند حسیبالله نوري ويلي، چې هېوادوال کولی شي دافغانستان بانک یا سوداګریزو بانکونو ته ورشي؛ خپل زاړه او زیانمن بانکنوټونه له نویو هغو سره بدل کړي.
یو شمېر هېوادوال او صرافان په بازارونو کې د زاړو بانکنوټونو له زیاتوالي شکایت کوي او وايي، چې په ورځنۍ راکړه ورکړه کې د دغو پیسو کارول ستونزې لري.
دغه راز صرافان وايي، چې ځینې خلک د زاړو بانکنوټونو له اخیستلو ډډه کوي او دغه وضعیت د راکړې ورکړې بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.
د افغانستان بانک له خلکو غوښتي؛ د افغانیو بانکنوټونو په ساتنه کې پام وکړي، چې له ټاکلې مودې مخکې زاړه او زیانمن نهشي او د نویو پیسو د ژر چاپولو اړتیا راکمه شي.
دافغانستان بانک مسوولانو ټینګار کړی، چې د پولي سیاستونو او د بازار د اړتیا له مخې، نوې بانکنوټونه پولي چلښت ته داخلوي.
تازه خبرونه
امریکا ۱۲ افغانان د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږل
د دغه افغان مدافع وکیلې آلما ډیوېډ ویلي، چې د هغې موکل د شل کلونو په لومړیو کې دی او په امریکا کې یوې محکمې له دې مخکې افغانستان ته د هغه د شړلو مخه نیولې وه.
تازه خبرونه
د افغانستان او انډونیزیا چارواکو د دیني او فرهنګي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
په انډونیزیا کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا، دیني او فرهنګي همکاریو، د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو او ناستو د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو لومړي رییس شعیب بریالي د انډونیزیا د دیني چارو له وزیر او د استقلال جومات له امام، نصیرالدین عمر سره لیدنه کړې ده.
په انډونیزیا کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا، دیني او فرهنګي همکاریو، د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو او ناستو د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
دواړو لوریو همدارنګه د افغانستان او انډونیزیا د دیني بنسټونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او د ګډو اړیکو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
په دې لیدنه کې په جاکارتا کې د افغانستان د سفارت سرپرست، سعدالله بلوچ، هم حضور درلود.
تازه خبرونه
د افغانستان له خاورې نور هېوادونه له هېڅ راز ګواښ سره مخ نهدي- دفاع وزارت
دې وزارت زیاته کړې. هیچا ته به د افغانستان له خاورې د هغو ډلو یا کسانو د فعالیتونو لپاره د کار اخیستلو اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته ګواښ بلل کېږي.
د افغانستان دفاع وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته هېڅ راز ګواښ متوجه نهدی او د اسلامي امارت ځواکونه د هېواد له پولو منظمه ساتنه کوي.
دې وزارت زیاته کړې. هیچا ته به د افغانستان له خاورې د هغو ډلو یا کسانو د فعالیتونو لپاره د کار اخیستلو اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته ګواښ بلل کېږي.
د دفاع وزارت ویاند صدیقالله نصرت ویلي؛ اوس په افغانستان کې یو خپلواک نظام حاکم دی او په هېواد کې هېڅ داسې شخص یا ډله نشته، چې نورو هېوادونو ته ګواښ رامنځته کړي.
هغه ویلي:« د اسلامي امارت پالیسي څرګنده ده او په افغانستان کې یو خپلواک نظام شتون لري. په افغانستان کې هېڅ داسې ډله نشته، چې هېوادونو ته ګواښ وي او اسلامي امارت به هېڅکله د داسې کسانو شتون ته اجازه ورنهکړي.»
صدیقالله نصرت ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت ځواکونه د هېواد په پولو کې منظم ځای پر ځای شوي او هېڅ فرد یا ډلې ته اجازه نهورکوي، چې ناامني رامنځته او یا تخریبي فعالیتونه ترسره کړي.
هغه زیاته کړې:« افغانانو او د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکوو، چې په فرضي کرښو کې سرحدي ځواکونه په منظم ډول خپلې دندې ترسره کوي او هېڅ ډول اندېښنه دې نهلري.»
دا څرګندونې په داسې وخت کې راپورته کېږي، چې د سیمې ځینو هېوادونو او همدارنګه د ډلهییز امنیت تړون ټولنې وخت ناوخت د افغانستان د پولو د امنیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي؛ هغه اندېښنې، چې اسلامي امارت له دې مخکې د رهبرۍ پر کچه بېاساسه بللې دي.
-
نړۍ4 days agoامریکا په ټوله نړۍ کې د ویزې مرکه وځنډوله
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په چترال کې د اسلامي امارت مخالفان پناهځایونه لري – د بدخشان چارواکي
-
International Sports4 days agoټوټنهام او چارلټن؛ آریانا ټلویزیون افغان مینهوالو ته د ایافال جام لوبه خپروي
-
تازه خبرونه3 days agoد کابل هوایي ډګر«ابي» دروازې د چاودنې په اړه نوي محرم اسناد وموندل شول– امریکا
-
تازه خبرونه3 days agoد ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د دولتونو پر کچه خبرو ته چمتو یوو
-
تازه خبرونه3 days agoله بګرام څخه د امریکا د شپې وتلو افغانستان د سقوط پر وړاندې زیانمن کړ- ترمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مړینې له ګواښ سره مخ دي- یونیسف
-
نړۍ4 days agoد امریکا د استخباراتو مشر د خبرو لپاره روسیې ته سفر کړی
