Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د پاکستان د پوځ مشر به د دوشنبې پر ورځ تهران ته سفر وکړي – ایران

د بقایي د څرګندونو له مخې، دغه سفر سیمې ته د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د پاکستان د هڅو په لړ کې ترسره کېږي.

خپور شوی

د

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي یکشنبه اعلان وکړ، چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر به د دوشنبې پر ورځ تهران ته سفر وکړي.

د بقایي د څرګندونو له مخې، دغه سفر سیمې ته د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د پاکستان د هڅو په لړ کې ترسره کېږي.

دا سفر داسې مهال کېږي، چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو کې د منځګړي رول لوبولی دی.

د پاکستان حکومت دوه سرچینو رویټرز ته د منیر د سفر پخلی کړی دی. لومړۍ سرچینې ویلي، چې ایران او پاکستان له یو بل سره په مستقیمه اړیکه کې دي. دوه‌یمې سرچینې ویلي، چې په خبرو کې به د جګړې وروستي بدلونونه هم وڅېړل شي، چې په دې لړ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا پر ایران د سختو بندیزونو د لګولو ګواښ هم شامل دی.

سرچینې ویلي:« هغه(منیر) به له ایراني مشرانو سره د اسلام‌آباد د هوکړه‌لیک له مخې د سولې، د ټرمپ د خبرداري، د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان ترمنځ له هوکړې وروسته د وضعیت او د حوثیانو د موضوع په اړه خبرې وکړي.»

د منیر دغه سفر داسې مهال کېږي، چې ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي؛ ایران ګواښ کړی، چې د امریکا د هغو بندیزونو د پلان په غبرګون کې به پوځي اقدام وکړي، چې ښايي د اسلامي جمهوریت پر له مخکې کمزوري اقتصاد ډېر فشار راوړي.

دغه سفر به د دوشنبې له هغې اعلان سره هم‌مهاله وي، چې د پلان شویو بندیزونو په اړه به نور جزئیات خپاره شي. امریکايي چارواکو ویلي، دغه بندیزونه به پر ایران«په تاریخ کې تر ټولو سخت بندیزونه» وي.

ټرمپ ګواښ کړی، چې د هر هغه هېواد پر وړاندې به اقتصادي اقدامات وکړي، چې ایران ته«هر ډول د ژغورنې لاره» برابره کړي؛ ځکه هغه هڅه کوي اسلامي جمهوریت نور هم منزوي کړي.

د هرمز په تنګي کې د تېلو لېږد نږدې بشپړ درېدلی دی. تهران ګواښ کړی، چې هر هغه بې‌اجازې د تېلو لېږدوونکی ټانکر به پر نښه کړي، چې هڅه وکړي له دې مهمې اوبلارې تېر شي. ایران له وړاندې د بندیزونو له کبله له سخت اقتصادي فشار سره مخ دی.

ایراني چارواکو تر اوسه د عاصم منیر د سفر د پروګرام او په تهران کې د نوموړي د لیدنو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

 

سیمه ییز خبرونه

د یمن دولتي ځواکونو د باب‌المندب تنګي شاوخوا سیمې بېرته ونیولې

د رویټرز د راپور له مخې؛ د یمن حکومت ویلي، دولتي ځواکونو د سعودي عربستان د هوايي بریدونو پر ملاتړ د المخا ښار تر څنډو ځان رسولی او حوثي جنګیالي غرنیو سیمو ته شاتګ کړی دی.

Published

on

 

د یمن دولتي ځواکونو د دوشنبې پر ورځ د سعودي عربستان پر ملاتړ د باب‌المندب سټراټیژیک تنګي شاوخوا ساحلي سیمې د حوثیانو له ولکې وایستلې او تر المخا ښار پورې ورسېدل.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د یمن حکومت ویلي، دولتي ځواکونو د سعودي عربستان د هوايي بریدونو پر ملاتړ د المخا ښار تر څنډو ځان رسولی او حوثي جنګیالي غرنیو سیمو ته شاتګ کړی دی.

د یمن دفاع وزارت هم د دغه ښار له سقوط خبر ورکړی دی.

که دا تائید شي ښايي د سرې بحیرې پر مهمې لارې د حوثیانو ولکه راکمه کړي؛ هغه لار، چې د هرمز تنګي له تړل کېدا سره یوځای یې د انرژۍ بازارونه هم اغېزمن کړي دي، خو حوثیان اوس هم په نورو سیمو کې له خپلو مورچلو څخه پر بېړیو د بې‌پیلوټه الوتکو د برید امکان لري.

حوثیانو ادعا کړې، چې په سعودي عربستان کې یې پر څو هدفونو بریدونه کړي؛ په ریاض کې د ملک خالد هوايي ډګر، په رابغ کې د ارامکو چاڼ‌خونه، د ابها هوايي ډګر او د خمیس مشیط پوځي اډه هم تر بریدونو لاندې راغلي دي.

د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف هم په حدیده ولایت کې د سمندري عملیاتو له ترسره کولو خبر ورکړی دی.

دولتي ځواکونو له دې مخکې باب‌المندب تنګي ته څېرمه د ذباب ولسوالۍ مهمې سیمې، چې یوهوايي ډګر هم په کې دی؛ نیولی و.

دغه راز حوثیانو د تعز ښار په شاوخوا کې د پرمختګ ادعا کړې ده.

د یمن د حکومت پوځي سرچینې وايي، دغې ډلې د یوې غرنۍ لارې یو شمېر برخې نیولي او د تعز–عدن لاره یې تړلې ده؛ خو یوه دولتي چارواکي دا ادعا رد کړې ده.

د جګړو زیاتېدا په یمن کې بشري کړکېچ نور هم سخت کړی دی.

د کډوالۍ نړیوالې ټولنې ویلي، چې د جګړې له بیا پیل راپدېخوا شاوخوا ۱۸۴ زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د دوشنبې پر ورځ په ریاض کې یوې بېړنۍ هوکړې ته رسېدلي، چې د «مکې دفاعي تړون» له مخې به په سعودي عربستان کې ځواکونه او پوځي تجهیزات ځای پر ځای کوي. دمکې تړون، چې په اګست کې لاسلیک شوی؛ د هر یوه هېواد پر وړاندې وسله‌وال برید د ټولو درې هېوادونو پر وړاندې برید ګڼي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د یمن حکومت د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو عملیات پیل کړل

د یمن د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا مشر رشاد العلیمي په ټلویزیوني وینا کې څرګنده کړې، وسله‌وال ځواکونه به دغه عملیات« د هېواد د ترهګرې ډلې له منګولو د آزادولو» تر وخته دوام ورکړي.

Published

on

د سعودي عربستان پر ملاتړ د یمن پر رسمیت پېژندل شوي حکومت اعلان کړی، چې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو لپاره یې پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.

د یمن د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا مشر رشاد العلیمي په ټلویزیوني وینا کې څرګنده کړې، وسله‌وال ځواکونه به دغه عملیات« د هېواد د ترهګرې ډلې له منګولو د آزادولو» تر وخته دوام ورکړي.

د حکومت پوځي ویاند هم له حوثیانو غوښتي، چې خپلې وسلې پر ځمکه کېدي.

حوثیانو له ۲۰۱۴ز. کال راپدېخوا د یمن پلازمېنه صنعا او د هېواد د شمال لویدیځې برخې پراخې سیمې تر خپل کنټرول لاندې ساتلي دي. په دغو سیمو کې د یمن ډېری وګړي ژوند کوي.

د یمن حکومت د عملیاتو د پیل اعلان داسې مهال کړی، چې حوثیانو ویلي، د بالسټیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پر مټ یې په ریاض او خریص کې د سعودي عربستان د ارامکو د تېلو شرکت تاسیسات پر نښه کړي دي.

حوثیانو ادعا کړې، چې په دغو بریدونو کې پراخې اورلګېدنې رامنځته شوې او دا بریدونه یې په یمن کې د سعودي عربستان پر مشرۍ د ځواکونو د تېرو ۱۲ ساعتونو د ۵۰ هوايي او توغندیزو بریدونو په غبرګون کې کړي دي. سعودي عربستان تر اوسه دغه ادعا تائید کړې نه‌ده

العلیمي ویلي؛ حکومت هغه مهال د پوځي عملیاتو پرېکړه وکړه، چې د کړکېچ د کمولو ټولې هڅې ناکامې شوې. نوموړي د سعودي عربستان له ملاتړ مننه کړې او له سیمه‌ییزو متحدانو او نړیوالو شریکانو یې غوښتي، چې د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا او اړوند ادارو ملاتړ وکړي.

دغه راز، رویټرز د سیمه‌ییزو او لویدیځو چارواکو له قوله ویلي، سعودي عربستان او د هغه یمني متحدان د حوثیانو پر ضد د عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.

د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې، سعودي عربستان به هوايي عملیات رهبري کړي او یمني ځواکونه به پر ځمکه جګړه کوي.

حوثیانو تېره میاشت د باب‌المندب سټراټیژیکه تنګي او د سرې بحیرې شاوخوا ۱۵۰ کیلومټره ساحلي سیمه هم تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده. د دوی دغه پرمختګ د سرې بحیرې له لارې ورته د نړیوالې سوداګرۍ پر یوه مهمه اوبلار د فشار لپاره ډېر امکانات برابر کړي دي.

د جګړې په ډګر کې د حوثیانو وروستي پرمختګونه د تعز ښار شاوخوا سیمو ته هم غځېدلي دي.

پوځي سرچینې وايي، حوثیانو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د تعز ښار ته نږدې په سټراټیژیکو لوړو سیمو کې پرمختګ کړی او د تعز او عدن ترمنځ وروستۍ مهمې لارې ته نږدې شوي دي.

د دغې لارې له کنټرولولو سره حوثیان کولی شي تعز ښار عملي محاصره کړي. تعز د یمن درېیم لوی ښار دی او سلګونه زره ملکي وګړي په کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تېره اوونۍ ویلي، د یمن په ځینو سیمو کې له هرو څلورو کورنیو درې له لوږې سره مخ دي. د جګړو زیاتېدا لسګونه زره کسان بې‌ځایه کړي او میلیونونو کسانو ته یې د خوړو او نورو اړینو توکو رسونه هم له خنډ سره مخ کړې ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

هند او پاکستان د یو بل لوړپوړي ډیپلوماتان احضار کړل

نوي ډیلي د اسلام‌آباد هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې هندي ځواکونو دوه پاکستاني ملکي وګړي وژلي دي. هند ویلي، یاد کسان په ناقانونه توګه د دغه هېواد خاورې ته ننوتي وه.

Published

on

هند او پاکستان د جمعې پر ورځ له یوې سرحدي پېښې وروسته د یو بل لوړپوړي ډیپلوماتان احضار کړل.

نوي ډیلي د اسلام‌آباد هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې هندي ځواکونو دوه پاکستاني ملکي وګړي وژلي دي. هند ویلي، یاد کسان په ناقانونه توګه د دغه هېواد خاورې ته ننوتي وه.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له دې مخکې ویلي وه، چې هندي سرحدي ځواکونو د جمعې پر ورځ د بدیان په اړوند سرحدي سیمه کې دوه بې‌وسلې پاکستاني ملکي وګړي« له پارونې پرته او په مرګوني ځواک» وژلي دي.

د پاکستان  بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې:« پاکستان پر کلکه هغه هر ډول هڅه ردوي، چې وژل شوي کسان “نفوذي کسانو” معرفي کړي.»

اسلام‌‌آباد د هند د سفارت شارژدافیر هم احضار کړی او د دغې پېښې په اړه یې د« سمدستي، رڼې او باوري څېړنې» غوښتنه کړې ده.

دغه راز د هند بهرنیو چارو وزارت د پاکستان ادعاوې« بې‌بنسټه او له موخې سره تړلې» بللې او څرګندوي، چې په نوي ډیلي کې یې د پاکستان د سفارت شارژدافیر د هغه څه له کبله احضار کړی، چې هند یې« له پاکستان څخه د ناقانونه نفوذ د دوام آسانتیا» بولي.

هند ویلي، درې کسان د پنجاب ایالت د فیروزپور سیمې ته ننوتلي وه او د هندي سرحدي ځواکونو له پرله‌پسې خبرداریو سره سره، چې پاکستان ته ستانه شي؛ د پولې د اغزن سیم پر لور روان شوي وه.

د هند  بهرنیو چارو وزارت ویلي، سرحدي ځواکونو د دغو کسانو د مخنیوي لپاره اقدام وکړ؛ ځکه دغو کسانو« د امنیت سمدستي ګواښ» رامنځته کړی و.

نوي ډیلي له پاکستان څخه غوښتي، چې له خپلې خاورې د ناقانونه تګ راتګ مخه ونیسي او د پولې او دوه‌اړخیزو هوکړو درناوی وکړي.

د هند او پاکستان اړیکې د ۲۰۲۵ز. کال له څلور ورځنۍ جګړې راپدېخوا، چې په وروستیو څو لسیزو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو سخته نښته وه، اوس هم ترینګلې دي. دغه جګړه وروسته له هغې رامنځته شوه، چې د هند تر ولکې لاندې په کشمیر کې پر سیلانیانو د وسله‌وال برید له کبله ۲۶ کسان ووژل شول.

هند پاکستان د دغه برید په ملاتړ تورن کړ؛ خو اسلام‌‌آباد دا تور رد کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!