تازه خبرونه
د پاکستان په چترال کې د اسلامي امارت مخالفان پناهځایونه لري – د بدخشان چارواکي
د بدخشان امنیه قومندان عبدالبصیر مظهري ويلي، چې د اسلامي امارت مخالفان د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د چترال په اړوند سیمه کې پناهځایونه او روزنیز مرکزونه لري او هڅه کېږي، چې د شاه سلیم کوتل له لارې د افغانستان د شمال ختیځو ولایتونو ثبات ګډوډ شي.
د بدخشان امنیتي چارواکو ويلي، چې اوسمهال د دې ولایت په زیباک ولسوالۍ کې هیڅ امنیتي ستونزه نشته؛ خو پاکستان د چترال په سیمه کې د اسلامي امارت له مخالفانو ملاتړ کوي او هغوی ته یې د روزنې او پالنې زمینه برابره کړې ده.
د بدخشان امنیه قومندان عبدالبصیر مظهري ويلي، چې د اسلامي امارت مخالفان د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د چترال په اړوند سیمه کې پناهځایونه او روزنیز مرکزونه لري او هڅه کېږي، چې د شاه سلیم کوتل له لارې د افغانستان د شمال ختیځو ولایتونو ثبات ګډوډ شي.
هغه ویلي:« داسې شواهد شته، چې پاکستان د نظام مخالفانو لپاره فرضي کرښې ته څېرمه پناهځایونه او روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي. په شمال کې بدخشان یوازنی ولایت دی، چې له پاکستان سره ګډه پوله لري. پاکستان د نظام مخالفان په چترال کې راټول کړي دي.»
نوموړي زیاته کړې؛ د دې ولایت د زیباک ولسوالۍ په مرکز کې د خلکو ژوند په عادي ډول روان دی او د نښتو هیڅ نښه نهلیدل کېږي.
د زیباک اوسېدونکي وايي؛ اوسمهال په ډاډه امنیت کې ژوند کوي؛ خو له حکومت څخه غواړي، چې د هر ډول ناامنۍ د مخنیوي لپاره په سرحدي سیمو کې امنیتي تدابیر زیات کړي.
د زیباک یوه اوسېدونکي واحد نومي ویلي:« خلک په امن او امان کې ژوند کوي او هیڅ اندېښنه نهلرو.»
یوه بل اوسېدونکي فرید هم د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د نښتو په اړه په خواله رسنیو کې خپرو شویو راپورونو ته داسې نغوته کړېده؛ د خلکو غوښتنه د پولو د امنیت ټینګول دي.
امنیتي چارواکي وايي، چې د اسلامي امارت ځواکونه په سرحدونو کې ځای پر ځای شوي او له هر ډول ګواښ سره د مقابلې لپاره چمتو دي.
د سیمهییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، زیباک ولسوالي له درې لارو د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې سیمو سره لاره لري او په دغو سیمو کې امنیتي ځواکونه د تیارسۍ په حال کې دي.
تازه خبرونه
امیرخان متقي د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي له مرستیال سره د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د اسلامي همکاریو ټولنې د نوي سرمنشي د ټاکل کېدا له کبله مبارکي وړاندې شوه او د دې ټولنې په لیدلوري کې د افغانستان پر ځای او له افغانستان سره پر رغنده تعامل خبرې وشوې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اسلامي همکاریو ټولنې( OIC) د سرمنشي له مرستیال سفیر طارق علي بخیت سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د اسلامي همکاریو ټولنې د نوي سرمنشي د ټاکل کېدا له کبله مبارکي وړاندې شوه او د دې ټولنې په لیدلوري کې د افغانستان پر ځای او له افغانستان سره پر رغنده تعامل خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ د لیدنې پر مهال د افغانستان او سیمې پر وضعیت، له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره پر سیاسي او اقتصادي پرمختګونو او په بېلابېلو برخو کې د نویو فرصتونو پر رامنځته کېدا خبرې وشوې.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو د افغانستان او اسلامي همکاریو ټولنې ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د همکاریو د نویو لارو پر پرانیستلو ټینګار شوی دی.
تازه خبرونه
افغانستان د ناچاودو توکو د مرګ او ژوبلې له پلوه د نړۍ درېیم هېواد دی – یوناما
یوناما په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ماینپاکۍ مؤسسو ته د مالي ملاتړ د برابرولو هڅې روانې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) خبرداری ورکړی، چې افغانستان د جګړې پر ناچاودو توکو د مرګ او ژوبلې له پلوه د نړۍ درېیم هېواد دی او اوس هم پراخې سیمې پر ماینونو او مهماتو ککړې پاتې دي.
یوناما په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ماینپاکۍ مؤسسو ته د مالي ملاتړ د برابرولو هڅې روانې دي.
دا مؤسسې د ځمکنیو ماینونو او نورو وژونکو چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره هره ورځ کار کوي او دغه راز د هېواد پر کچه خلکو ته د دغو توکو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکوي.
د دې پیغام له مخې، ماشومان د دې ګواښ پر وړاندې تر ټولو زیانمنونکي دي او د دغو توکو له کبله د ټولې مرګ او ژوبلې ۸۰ سلنه جوړوي. ډېر ماشومان له ناچاودو توکو سره د لوبو پر مهال ټپیان کیږي او یا خپل ژوند له لاسه ورکوي.
یوناما ټینګار کړی، چې عامه پوهاوی او ګډه همکاري د وژونکو پېښو په مخنیوي او د انسانانو د ژوند په ژغورلو کې مهم رول لوبولی شي.
دې ادارې له خلکو غوښتي، چې د هر ډول ناپېژندل شوي یا شکمن شي د لیدلو په صورت کې لاس ور نهوړي او سمدستي یې په اړه اړوند چارواکو او امنیاي ځواکونو ته خبر ورکړي.
تازه خبرونه
د لویدیځ زون والیانو پر کاري فرصتونو او د جنايي جرمونو کمولو ټینګار وکړ
په دې غونډه کې ګډونوالو ځوانانو ته د کاري فرصتونو پر برابرولو، د جنايي جرمونو پر کمولو، د نشهيي توکو د کښت او قاچاق پر مخنیوي او په امارتي ادارو کې د خلکو د چارو د رسېدنې بهیر پر ښهوالي خبرې وشوې او نظرونه وړاندې شول.
په هرات کې د هېواد د لویدیځ زون د چارواکو د همغږۍ غونډه د هرات والي مولانا اسلامجار پر مشرۍ د بادغیس، غور، فراه او نیمروز ولایتونو د والیانو او یو شمېر امنیتي او قضايي چارواکو پر ګډون ترسره شوې ده.
په دې غونډه کې ګډونوالو ځوانانو ته د کاري فرصتونو پر برابرولو، د جنايي جرمونو پر کمولو، د نشهيي توکو د کښت او قاچاق پر مخنیوي او په امارتي ادارو کې د خلکو د چارو د رسېدنې بهیر پر ښهوالي خبرې وشوې او نظرونه وړاندې شول.
د هرات والي د لویدیځو ولایتونو د کرنې، صنعت او ودانیزو چارو په اړوند برخو کې د کاري زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ او د خلکو د ستونزو د حل لپاره یې د چارواکو ترمنځ د ډېرې همغږۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز په دې غونډه کې ګډونوالو د اړوند ولایتونو د اداري، امنیتي او د خلکو د ژوند د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او د خلکو د ژوند د شرایطو د ښهوالي لپاره یې پر هڅو ټینګار وکړ.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoسوریه د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې سعودي عربستان ته خپله پوځي مرسته ارزوي
-
سوداگري4 days agoملا برادر په کابل کې د امام ابوحنیفه پېنځم نړیوال نندارتون پرانیست
-
تازه خبرونه3 days agoپه مسکو کې پر افغانستان او منځنۍ آسیا امنیتي غونډه جوړېږي
-
تازه خبرونه3 days agoشهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په لیدنه کې پر ترهګرۍ خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان د کرنې وزیر په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره تاشکند ته تلی
-
تازه خبرونه4 days agoله پاکستان څخه د افغانانو ستنېدل باید په خپله خوښه او له درناوي سره وي ـ ګوټرش
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت پلاوی په دوهیمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تلی
-
نړۍ3 days agoروسیې د ډنمارک پر دفاعي شرکتونو ورانوونکي بریدونه پیل کړي
