بی بی سی پښتو
امریکا افغانستان کې پر زېربناوو وروستي بریدونه وغندل
د سوېلي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس وېلز افغانستان کې پر زېربناوو وروستي بریدونه غندي.
د نوموړې دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې د یکشنبې په ورځ د کابل شمال ته د برېښنا پایه نړول شوې او چارواکي وایي، په لنډمهالي ډول یې دا برېښنا تارونه نښلولي، خو پوره نښلول به یې تر څلور پنځو ورځو وخت وغواړي.
د برېښنا شرکت په خبره،د دغې پایې چپه کېدو سره په کابل، ننګرهار، لغمان، وردګ، غزني، لوګر، پکتیا او خوست کې زرګونه کورنۍ له برېښنا بې برخې شوې دي.
* د امریکايي پوځ وتلو سره افغانستان کې د کورنۍ جګړې خطر شته؟
* “افغانستان کې د امریکايي ځواکونو نامعلوم راتلونکی”
الیس وېلز هم په خپل په ټوېټ کې وايي، افغانان د کورونا وېروس له امله له ډېرو ننګونو سره مخ دي، خو اورپکو د برېښنا مټو(پایو) په ویجاړولو سره کابل کې پر روغتونونو او کورونو برېښنا درولې:
“زه افغانستان کې پر زېربناوو وروستي بریدونه په کلکه غندم، افغانان باید له کوېډ-۱۹ سره مبارزې ته یو شي”.
د امریکايي ځواکونو اېستل
له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وروستیو ورځو کې خپل پوځي او د ملي امنیت سلاکاران هڅولي په افغانستان کې د کورونا وېروس د پراخ خپرېدو د اندېښنې له امله ټول امریکايي ځواکونه له دې جګړه ځپلي هېواد وباسي.
د امریکا اېن بي سي تلوېزون د دوو لوړپوړو اوسنیو او یوه پخواني چارواکي له خولې دا خبره کړې ده.
دا چارواکي وایي، ډونلډ ټرمپ نږدې هره ورځ شکایت کوي چې امریکايي ځواکونه لا هم افغانستان کې دي او اوس له وبا هم زیانمنېدی شي.
خو تراوسه نه کومې رسمي سرچینې او نه هم بلې رسنۍ دا خبر تایید کړی دی.