تازه خبرونه

امنیت شورا دې له افغانستان سره تعامل ته لومړیتوب ورکړي – اسلامي امارت

د اسلامي امارت مسوولانو همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان د اوسني حکومت استازي باید په دې ډول غونډو کې ګډون ولري، چې د هغوی لیدلوري هم په مستقیم ډول مطرح شي او پرېکړې د هېواد د شته واقعیتونو پر بنسټ وشي.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۹, ۱۴۰۵

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د درې میاشتنۍ غونډې له جوړېدا سره هممهاله د اسلامي امارت چارواکو له دې شورا غوښتي، چې له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي تعامل د خپلو خبرو اترو په لومړیتوبونو کې راونغاړي.

د اسلامي امارت مسوولانو همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان د اوسني حکومت استازي باید په دې ډول غونډو کې ګډون ولري، چې د هغوی لیدلوري هم په مستقیم ډول مطرح شي او پرېکړې د هېواد د شته واقعیتونو پر بنسټ وشي.

ټاکل شوې، چې د امنیت شورا غړي په نننۍ غونډه کې د تېرو درې میاشتو پر مهال د افغانستان سیاسي، امنیتي، اقتصادي او بشري وضعیت وارزوي. تمه ده، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو راتلونکی او د هېواد بشري وضعیت هم د دغو خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې د امنیت شورا تر راتلونکو اته ورځو په کمه موده کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) د ماموریت غځولو یا پای ته رسولو په اړه پرېکړه کوي.

د اسلامي امارت چارواکو له دې مخکې هم ویلي وه، چې د یوناما راپورونه باید د افغانستان شته واقعیتونه منعکس کړي او د هېواد پرمختګونو او بنسټیزو موضوعاتو ته ډېره پاملرنه وکړي.

Trending

Exit mobile version