Connect with us

تازه خبرونه

امنیتي چارواکي له ولسمشر سره د ټاکنو په کمپاین کې بوخت دي- د مشرانو جرګې غړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، چې امنیتي چارواکي له ولسمشر سره د را روانو ولسمشریزو ټاکنو په کمپاین کې بوخت دي او دا کار یې له قانون سرغړونه ده.

مشرانو جرګې د افغان سرتېرو د تلفاتو د زیاتیدو او د جګړې او تاورتریخوالي د لمن د خوریدو له کبله امنیتي وزیران عمومي غونډې ته بللي وه؛ خو هغوی خپل مرستیالان ورولیږل، چې غونډې ته د داخلیدو اجازه ورنکړ شوه.

 د مشرانو جرګې غړي وايي، چې امنیتي چارواکي د افغان سرتېرو د تلفاتو د کچې په اړه خلکو ته دروغ وايي.

 

د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي چارو رییس محمد هاشم الکوزی وایي: هره ورځ خلک مري؛ خو امنیتي چارواکي هره ورځ دروغ وایي او خلکو ته ځواب هم نشي ویلي؛ په دفترونو کې ناست دي او ولسمشر یې د ټاکنو کمپاین ته رابولي، خو دا کار خلکو ته د منلو وړ ندی.

 

د مشرانو جرګې غړی جمعه ګل ګیاڼوال وایي، چې: امنیتي چارواکي له ولسمشر سره د ټاکنو په کمپاین کې بوخت دي، د هېواد پر امنیتي وضعیت فکر نکوي او هره ورځ خلک وژل کیږي.

د مشرانو جرګې ريیس پر امینتي چارواکو تور پورې کړ، چې قانون یې تر پښو لاندې کړی او تل د ملت د استازیو غوښتنې بابیزه ګڼي.

د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار وایي: امنیتي چارواکو ځواب ویلو ته پاملرنه ونکړه او د قانون ماتوونکي باید نور قانون ته برابر شي. مشرانو جرګه له دوی سره شخصي او د تقرر بحث نلري، بلکې له دوی سره بحث د افغانستان د خلکو پر وژل کیدو دی.

د مشرانو جرګې غړي وايي، چې خلک په ډېرو ناوړیو شرایطو کې اوسیږي او جګړه د هرې ورځې په تېریدو پراخیږي. که حالات همداسې وي؛ نو خلک به پر حکومت خپل پوره باور له لاسه ورکړي.

خبریال: رفیع صدیقي

تازه خبرونه

د تېرو ۴ ورځو بارانونو له کبله ۸ کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ويلي؛ په تېرو ۴ ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله ۸ کسان مړه شوي، درې ټپیان دي او شل هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

ملا جانان سایق دا هم ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله ۱۴۰ کورونه بشپړ او یا څه ناڅه ویجاړ شوي او ۲۰ کیلومټره سړکونه سیلابونو وړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ٣٠ څاروي هم له منځه تللي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړې: له نېکه‌مرغه وروستیو اورښتونو په هېواد کې د اوبو کچه لوړه کړې، د ځمکې لاندې اوبه راپورته شوي او کروندګر خوښ دي.

ویل کیږي، چې د طبیعي پېښو  پر وړاندې د  دولت وزارت په ولايتونو کې خپلو ټولو رياستونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې قربانيانو ته د لاس‌رسي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.

په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.

د بغلان غوري  سمنټو د  شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ​​۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.

د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.

محمد طاهر وایي: اوس‌مهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې  جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت له‌خوا ترسره کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!