تازه خبرونه
امنیتي ځواکونو د خرابکاریو پر تور د ۵ کسانو له نیولو خبر ورکړی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځانګړیو پولیسو د کابل ښار د اتمې حوزې له اړوند سیمو څخه د ورانکاریو پر تور څلور کسان نیولي او تر څېړنو لاندې دي.
دغه راز څرګنده شوې، چې یو بل کس د وېرې او ډار د خپرولو پر تور د ننګرهار ولایت له اړوند سیمو نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې کورنیو چارو وزارت تېره ورځ په کابل ښار کې د جنایتونو او ورانکاریو د مخنیوي لپاره له نوې تګلارې خبرورکړی و.