تازه خبرونه

امنیتي ځواکونو خواجه عمري ولسوالي له طالبانو ونیوله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو له یوه کال وروسته د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالي یو ځل بیا له طالبانو ونیوله.

د غزني والي ویاند عارف نوري ویلي، چې امنیتي ځواکونو له یوه کال ځنډ وروسته د جمعې پر ورځ( د غبرګولي ۱۷) د سهار ۹ بجې په یو لړ ځانګړیو عملیاتو کې دغه ولسوالي له طالبانو ونیوله.

د والي ویاند نوري زیاته کړې، چې دغه ولسوالي په بشپړه توګه د وسلوالو طالبانو له شتون پاکه شوې ده.

نوموړي د ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویلي.

د وسلوال پوځ لوی درستیز جنرال بسم الله وزیري  ډاډ ورکوي؛ هغه سیمې به بېرته ونیسي، چې کلونه کلونه پخوا د طالبانو تر کنترول لاندې وې.

دغه ولسوالي تېر کال طالبانو پر غزني ښار د پراخه برید پر مهال نیولې وه .

غزني ولایت یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې په څو لیرې پرتو ولسوالیو کې يې طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.

 دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونو څو ورځې مخکې ده یک ولسوالۍ هم له طالبانو آزاده کړې وه. کومه ولسوالۍ، چې د اوږدې مودې لپاره د طالبانو تر کنترول لاندې وه؛ خو، وسلوال طالبان د جګړې په میدان کې خپله ماته نه مني.

Trending

Exit mobile version