سیمه ییز خبرونه

امنېتي ځواكونو د اختر ورځو لپاره ځانگړي امنېتي تدابير پام كې نيولي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د اختر په رانږدې كېدو سره د افغانستان په لويو ښارونو او په ځانگړې توگه په كابل كې د خلكو گڼه گوڼه ډېره شوې او خلك اختر ته په تېاريو بوخت دي.

د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي هم خلكو ته ډاډ وركوي، چې د اختر په ورځو كې يې ځانگړي امنيتي تدابير پام كې نيولي دي.

د كابل ښار په څلور لارو كې پوليس له نورو امنيتي ارگانونو سره په گډه بوخت دي تر څو امنيت يقيني كړي او خلكو ته دا ډاډ وركړي، چې اختر په بېغمۍ سره ولمانځي.

كابل ښاريان هم د امنيت په ټينگښت كې د امنيتي ارگانونو هڅې ستايي او غوښتنه كوي، چې د اختر په ورځو كې خپلې هڅې نورې هم زياتې كړي.

د اختر ورځې د نړى د نورو مسلمانانو په څېر د افغانانو لپاره د مذهبې ورځو په توگه ځانگړى ارزښت لري، د اختر په دريو ورځو كې عمومي رخصتۍ وي او خلك د مذهبي مراسمو تر څنگ د خوښيو ډكې شېبې له خپلوانو او كليوالو سره شريكوي.

Trending

Exit mobile version