لوبی
امول نومي هندي شرکت په نړیوال جام کې د ګډون لپاره د افغان لوبډلې د مالي ملاتړ ډاډ څرګند کړ
د افغانستان کرکت بورد نړیوال جام لپاره د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د مالي ملاتړ حق هندي شرکت امول (Amul) ته ورکړ، چې له مخې به یې یاد شرکت په راتلونکو سترو سیالیو کې له افغان لوبډلې مالي ملاتړ کوي.
کرکت بورد څرګنده کړې؛ دغه تړون د فایربرد سپورتي مدیریتي شرکت، چې د راروان نړیوال جام د افغانستان کرکت بورد همکار دی، لاسلیک شو. امول د لبنیاتو په برخه کې نوموتی هندي شرکت دی، چې له دې مخکې په ۲۰۱۹ ز. کال نړیوال جام سیالیو کې هم د افغان لوبډلې د مالي ملاتړي په توګه له افغانستان کرکت بورد سره همکار پاتې شوی دی.
د افغانستان کرکت بورد اجرائیوي رییس نصیب خان د دغه تړون له لاسلیکولو خوښي وښوده او څرګندوي: امول شرکت له دې مخکې هم د افغانستان کرکت بورد همکار پاتې شوی او خوښ یوو، چې د سږکال سترو سیالیو لپاره یې هم د مالي ملاتړي په توګه له ځان سره لرو. دا د افغانستان کرکت بورد او زمونږ د همکار، فایربرد سپورتي مدیریتي شرکت لپاره مثبت ګام دی او هیله من یوو، چې په راتلونکي کې هم له نورو شرکتونو سره دغه ډول تړونونه لاسلیک کړو.
دغه راز د یاد تړون په اړه د امول شرکت مدیر ښاغلي جیین مهتا ویلي: سپورت د امول شرکت لپاره له نوي نسل سره د یوځای کېدو یوه اړینه وسیله ده. شیدې د نړۍ اصلي انرژي لرونکي خواړه دي، چې ټول لوبغاړي یې کاروي. امول شرکت له افغانستان سره پخوانۍ اړیکه لري؛ خان عبدالغفار خان، چې په ګاندي هم مشهور و، په ۱۹۶۹ ز. کال کې له امول شرکت لیدنه کړې وه او له داکتر کورین سره یې هم لیدلي وه، چې په یاده لیدنه کې یې زمونږ د شرکت فعالیتونه هم ارزولي وه.
نوموړي ویلي؛ دغه راز په بېلابېلو وختونو کې له افغانستان څخه د شیدو تولیدونکیو څو پلاويو هم له امول شرکته لیدنه کړې ده. امول له تېرو دوه لسیزو راپدیخوا افغانستان ته پودري شیدې او د ماشومانو خواړه صادروي. مونږ ویاړو، چې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د مالي ملاتړ حقوق له ځان سره لرو او په راتلونکي نړیوال جام کې ورته د بریاوو هیله لرو.
د فایربرد سپورتي مدیریتي شرکت استازی سنیل منوچا هم د یاد تړون له لاسلیکولو خوښي څرګنده کړه او وایي: دا زمونږ لپاره د ویاړ ځای دی، چې د افغانستان کرکت بورد او امول شرکت ترمنځ د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د مالي ملاتړ تړون په لاسلیکولو کې اړینه ونډه لرو. دا به نه یوازې دا، چې د افغانستان کرکت په ګټه وي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اړیکو په ټینګښت او پراختیا کې هم ښه رول ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان کرکت ملي لوبډله د اړوند لوبو د ترسره کولو لپاره هند ته رسېدلې او هلته به د یادو سترو سیالیو لپاره خپلې روزنیزې لوبې لومړی له سویلي آفریقا او سریلانکا سره ترسره کړي او له هغه وروسته به د تلې پر ۱۵ / د اکتوبر پر اوومه نېټه په نړیوال جام کې خپله لومړۍ رسمي سیالۍ په درمشاله کرکت لوبغالي کې د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کړي.
