تازه خبرونه
امیرخان متقي او د سره صلیب عملیاتي مشرې د بشري همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې لیدنه کې د هېواد بشري اړتیاوې، د راستنېدونکو کډوالو د شمېر زیاتوالی، روغتیايي خدمتونه او د جګړو له پېر پاتې ستونزې وارزول شوې.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سره صلیب نړیوالې کمیټې د عمومي عملیاتي چارو له رییسې یاسمین پراز دسیماز سره وکتل او د افغانستان د بشري وضعیت په اړه یې خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې لیدنه کې د هېواد بشري اړتیاوې، د راستنېدونکو کډوالو د شمېر زیاتوالی، روغتیايي خدمتونه او د جګړو له پېر پاتې ستونزې وارزول شوې.
دواړو لوریو د سره صلیب نړیوالې کمیټې د بشري همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ او په روغتیا او نورو بشري برخو کې یې د ډېرو همکاریو او همغږۍ لپاره چمتووالی څرګند کړ.
په دې لیدنه کې همداراز ویل شوي، چې افغانستان له یوې اوږدې جګړهییز پېر وروسته اوس د پراختیا او اقتصادي ودې نوي پړاو ته داخل شوی؛ خو د جګړې د قربانیانو ځینې ستونزې او اړتیاوې اوس هم پاملرنې ته اړتیا لري.