تازه خبرونه
امیرخان متقي ترکیې ته سفر وکړ
Last Updated on: لړم ۷, ۱۴۰۲
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي څرګنده کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي ترکیې ته سفر کړی دی.
نوموړي زیاته کړې؛ امیر خان متقي به د انقرې په سفر کې د افغانستان له سفارت او د استانبول له قونسلګرۍ لیدنه وکړي.
دغه راز ویل کیږي، چې امیر خان متقي به له افغان سوداګرو، مخورو، د ترکیې له حکومتي چارواکو، عالمانو، خیریه بنسټونو او شرکتونو له استازیو سره هم وګوري.
