تازه خبرونه

امیر خان متقي له خپل عماني سیال سره د خبرو لپاره وکتل

په دې کتنه او ناسته کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه بعث او خبرې وکړې او د افغانستان او عمان د اړیکو د نوي پړاو د پرانستلو لپاره یې پخپلو ژمنو ټینګار وکړ.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست ) امیر خان متقي په مسقط کې د عمان بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره وکتل.

په دې کتنه او ناسته کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وکړې او د افغانستان او عمان د اړیکو د نوي پړاو د پرانستلو لپاره یې پخپلو ژمنو ټینګار وکړ.

امیر خان متقي له نوموړي سره په خبرو کې د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو ټینګار وکړ؛ د لسګونو شخړو پای ته رسېدا، د نړیوالو او سیمه‌ییزو متوازنو اړیکو رامنځته کېدا او د ټولیز امنیت ډاډمنېدا او دې ته ورته نور بدلونونه د بهرنۍ پانګونې لپاره په ځانګړي توګه عماني پانګوالو او سوداګرۍ ته د اړینو فرصتونو په توګه یاد کړل.

متقي په مسقط کې د افغانستان سفارت د عملیاتو د اسانتیا لپاره له عمان حکومت څخه د مننې پر څرګندولو په عمان کې د افغان اتباعو لپاره د کار ویزو صادرول، د عمان بازار ته د افغان صادراتو اسانتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو پیل کول اړین لومړیتوبونه پر ګوته کړل.

البوسعیدي د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره د عمان پر اوږدمهاله ملاتړ ټینګار وکړ او په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې یې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د عمان پر ژمنې ټینګار وکړ.

د عمان بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د دوامداره تبادلو لپاره هیله څرګنده کړه، د ملګرتیا او همکارۍ د نویو لارو د موندلو لپاره یې د پرله‌پسې خبرو اترو او عملي همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

Trending

Exit mobile version