تازه خبرونه
امیر خان متقي په استانبول کې د اسماعیل اغا له علمي مرکزه لیدنه وکړه.
(Last Updated On: لړم ۷, ۱۴۰۲)
د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي اميرخان متقي نن یکشنبه له یاد مرکزه د لیدنې په بهیر کې استادانو او د حديثو طالبانو ته په خطاب کې څرګنده کړې: افغانان او ترکان ژور ديني، فرهنګي، مذهبي او ژورې تاريخي اړيکې لري او هيله ده، چې دا اړیکې بیا راژوندۍ، پیاوړې او نورې هم وغزوو.
د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ امیر خان متقي د دغه مرکز د بنسټوال شیخ محمود افندي روح ته د دعا لاسونه لپه کړل.