تازه خبرونه
امیر خان متقي په راروانه اوونۍ کې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ګوري
رویترز خبري آژانس د بهرنیو دیپلوماتانو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیتې د اسلامآباد په غوښتنه پاکستان ته د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي له سفر سره هوکړه کړې ده.
د دغه راپور له مخې: امیر خان متقي، چې د ملګرو ملتونو په تور نولړ کې راغلی؛ راتلونکې اوونۍ به په اسلامآباد کې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې د شاملیدو له کبله هیڅ هېواد ته د سفر حق نهلري.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي په یوه لیک کې د امنیت شورا د بندیزونو د کمیتې له ۱۵ غړیو غوښتي، چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ته لنډمهاله اجازه ورکړي، چې د مې له ۶ تر ۹ پاکستان ته درې ورځنی سفر وکړي. په دې سفر کې به د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.
په دغه لیک کې پاکستاني استازي دا نهده څرګنده کړې، چې په دې غونډه کې به کوم مسایل مطرح شي. د پاکستان استازولۍ ویلي، چې حکومت به یې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزیر د سفر ټول لګښتونه پر غاړه واخلي.
دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي، چې د نړۍ د ۲۳ هېوادونو او سازمانونو ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو پر کوربتوب په قطر کې د افغانستان له اسلامي امارت سره د اړیکو پر څرنګوالي خبرې کوي.
د ملګرو ملتونو ویاند ستیفن دوجاریک ویلي، چې د تړلیو دروازو ترشا په دې غونډه کې به پر مهمو مسلو لکه د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو حقونه، ټولګډونه حکومتولۍ، له ترهګرۍ سره د مبارزې او مخدره موادو قاچاق خبرې وشي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تویت کړی، چې د روانې اوونۍ په پای کې به د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي پر مشرۍ يو سياسي او تجارتي پلاوی د پاکستان پلازمېنې اسلامآباد ته ولاړشي.
په دې غونډه کې د چين، فرانسې، جرمني، هند، اندونيزيا، ايران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسيې، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکيې، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو، بريتانيا، امريکا، روسيې، ازبکستان هېوادونو، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو ټولنې استازيو ګډون کړی دی.