تازه خبرونه
امیر خان متقي په کابل کې دایران د سفارت له مرستیال سره وکتل
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د ایران د سفارت له مرستیال حسن مرتضوي، یو شمېر دیپلوماتانو او د ګڼو ایراني دولتي او خصوصي رسنیو له مسوولینو او استازیو وکتل.
ایرخان متقي ویلي؛ افغانستان او ایران نه یوازي ګاوڼد هېوادونه دي، بلکې ګڼ دیني، مذهبي او ګډ فرهنګي ارزښتونه لري، چي له کارولو سره به یې د دواړو هېوادونو په اقتصادي، ترانزیتي، کرنیزو او ټولنیزو چارو کې ترې مثبته ګټه واخیستل شي.
حسن مرتضوي هم په خپلو خبرو کې د افغانستان اوسنی وضعیت مثبت وباله او او څرګنده کړې یې ده، چې کابل ته د ایراني پلاوي او رسنیو د استازیو راتګ د دې لپاره و، چې حالت له نږدې وګوري او په مطبوعاتو کې یې وځلوي.
مرتضوي ویلي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره روښانه اقتصادي اړیکې او تعاملات ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون شنبه د ایران د سفیر بهادر امینیان ماموریت پای ته رسېدلی دی.
