تازه خبرونه

امیر خان متقي په کابل کې د روږدو پر روغتون د خونړي برید د غندنې تر څنګ د مشروع دفاع اعلان هم وکړ

امیر خان متقي په کابل کې د ډیپلوماټانو او د بېلابېلو بنسټونو له استازو سره په یوه ناسته کې ویلي، چې دا برید د پاکستان د پوځي رژیم له‌خوا د ټولنې پر هغه زیانمنو خلکو تر سره شوی، چې د بشري بنسټونو پر ملاتړ تر درملنې لاندې ول.

Published

on

Last Updated on: کب ۲۷, ۱۴۰۴

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د پاکستانیو پوځیانو هوايي بریدونه نه یوازې وغندل، بلکې د افغانستان د مشروع دفاع اعلان یې هم وکړ او زیاتوي، چې په دې برید کې له ۴۰۸ څخه ډېر ناروغان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي.

امیر خان متقي په کابل کې د ډیپلوماټانو او د بېلابېلو بنسټونو له استازو سره په یوه ناسته کې ویلي، چې دا برید د پاکستان د پوځي رژیم له‌خوا د ټولنې پر هغه زیانمنو خلکو تر سره شوی، چې د بشري بنسټونو پر ملاتړ تر درملنې لاندې ول.

هغه دا برید له بشري او اسلامي اصولو ښکاره سرغړونه ګڼلې او د پاکستان پوځي رژیم یې په قصدي ډول د ملکي ودانیزو بنسټونو پر نښه کولو تورن کړ.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې؛ دا برید د چین په ګډون د سیمې د هېوادونو د منځګړیتوب له هڅو سره – سره او د افغانستان له‌خوا د نیک‌نیتۍ وروسته تر سره شوی. لکه د روژې په مبارکه میاشت کې د پاکستانيو بندیانو خوشې کول.

دغه راز متقي ویلي، چې له فبرورۍ راپدېخوا د بېلابېلو ولایتونو په ملکي سیمو کې تکراري بریدونو پر ډیپلوماټیکو حل لارو باور له منځه وړی دی.

هغه خبرداری ورکړ، چې که بریدونه روان وساتل شي؛ نو افغان ځواکونه به “متناسب او مشروع” دفاعي اقداماتو ته هم دوام ورکړي.

هغه ټینګار وکړ؛ افغانستان جګړه نه غواړي، خو له خپل ملي حاکمیت او خاورې څخه به دفاع کوي.

هغه همدارنګه له نړیوالې ټولنې؛ په ځانګړي توګه د سیمې له مسلمانو هېوادونو وغوښتل، چې دا برید وغندي او خبرداری یې ورکړ: د پاکستان له‌خوا د تاوتریخوالي دوام سیمه بې‌ثباته کوي او لویې اقتصادي او پرمختیایي پروژې له خطر سره مخ کوي.

Trending

Exit mobile version