تازه خبرونه
امیر خان متقي په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل
(Last Updated On: چنګاښ ۱۳, ۱۴۰۲)
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقی د دوشنبې پر ورځ ( د چنګاښ ۱۲ ) په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي تویت کړی؛ د مولوي متقي او وانګ یو په دې کتنه کې پر سياسي او اقتصادي مسايلو خبرې شوي او ټينګار وشو، چې د افغانستان او چين تر منځ د اړوند ادارو سياسي او اقتصادي هڅې دې ګړندۍ شي.
چين پخوا هم د افغانستان د پوهنې، روغتيا، ودانیزو چارو او د ښځو د پياوړتيا په برخو کې د پام وړ مرستې کړي او د اسلامي امارت له بیا رامنځته کېدو او واکمنېدو راپدیخوا یې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو راليږل روان ساتلي دي.