تازه خبرونه

انتونیو ګوترش او انتوني بلینکن د افغانستان پر بشري اړتیاوو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: کب ۷, ۱۴۰۱)

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د افغانستان د وضعیت په ګډون پر یو شمېر مسایلو خبرې کړې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د جمعې پر ورځ وکتل او دواړو لوریو د افغانستان د خلکو د بشري اړتیاوو او له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه خبرې وکړې.

دغه راز دوی په اوکراین کې د عادلانه او دوامدارې سولې د ودې پر اړتیا هم خبرې کړي او د ملګرو ملتونو د منشور د دفاع او د اوکراین او سیمې لپاره د بشري مرستو د دوام پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

سربېره پردې دواړو خواوو په ترکیه او سوریه کې د فبرورۍ د شپږمې نېټې د مرګونې زلزلې له کبله د مرګ و ژوبلې په اړه هم خبرې وکړې او په سوریه کې یې د بشري مرستو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ، چې ملګري ملتونه او بشري فعالان وکولی شي اړمنو او اغېزمنو کسانو ته د ژوند ژغورنې مرستې ورسوي.

Trending

Exit mobile version