سیمه ییز خبرونه

اندرس فوګ راسموسن: له ۲۰۱۴ كال وروسته به د ناټو ځواكونه په افغانستان كې پاته شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ناټو سر منشي وايي، دى باور لري چې له ۲۰۱۴ كال وروسته به د ناټو ځواكونه په افغانستان كې پاته شي او كابل به يې ميلمه پالنه وكړي. نومړى هيله ښكاره كوي، چې د امنيتي تړون به باب روانې خبرې به له ټاكنو څخه وړاندې بشپړې شي.

په پام كې ده د امنيتي تړون سند، چې په افغانستان كې به د امريكايي ځواكونو شتون ښكاره كړي ترراتلونكې  يوې مياشتې پورې د مشورتې جرګې له خوا بشپړ شي.

په همدې حال كې د ناټو سرمنشي وايي، د دغه تړون لاسليك به په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو د شتون لپاره يو شرط ووسي.

د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن همدارنګه وایی، مونږ بايد دغه پېغام وركړو، چې د امنيتي تړون لاسليك به په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو د قانوني حضور لپاره يو شرط ووسي، كه مونږ په دې باب هوكړې ته ونه رسېږو نو نه شو كولاى، چې خپل سرتېري او جنګيالي په افغانسان كې پرېږدو، دا يوه خواشينونكې سناريو ده، زه د نړيوالو ځواكونو په باب د افغانسان او امريكا تر مېنځ د امنيتي تړون په باب د داسې يوې هوګړې په تمه يم، چې د دواړو خواوو له خوا وړاندې او لاسليك شي.

نوموړى همدا راز زیاتوي، چې هيله لري افغانستان او امريكا به د امنيتي تړون په برخه كې يوې مثبتې هوكړې ته ورسېږي ځكه چې افغان ولسمشر حامد كرزي او نورو افغان مشرانو په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو حضور ته ليوالتيا ښودلې ده.

د ناټو سرمنشي وویل، مونږ په افغانستان كې د خپل حضور د دوام په باب د پرمختګونو شاهد یو، او په ډاډ سره ويلاى شم، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته به هم په افغانستان كې ووسو او په دې هم پوهېږم، چې افغان دولت به مونږ ته د پاته كېدو بلنه راكوي، مونږ چمتو يو، چې د افغان ځواكونو د روزنې او همكارۍ لپاره له ۲۰۱۴ كال وروسته يو روزنيز ماموريت پېل كړو، زه هيله لرم چې د امنيتي تړون په باب خبرې اترې په ټاكلي وخت د ټاكنو څخه وړاندې بشپړې شي او دا ډاډ هم لرم، چې په افغانستان كې زمونږ د حضور د دوام لپاره پراخ لېدلوري شتون لري.

راسموسن د دغه تړون د لاسليك په لاره كې خنډونه ردوي، خو له افغان ولسمشرۍ سره د امريكا د بهرنيو چارو وزير د ليدنې وروسته داسې ښكاري، چې د ياد تړون د لاسليك په لاره كې يوازې د قضايې مصئونيت وركول دى.

هغه همدارنګه وایی، دا د قضايې مصئونيت مسئله نه ده بلكې د قضايې صلاحيت موضوع ده، البته له قانون څخه هر سرغړونه به وڅېړل شي خو پوښتنه دا ده، چې چرته به وڅېړل شي، زه په دې باور يم، چې د حل داسې يوه لاره به دغې ستونزې ته پېدا شي، چې دواړه لورې پرې رضايت ولري.

دا په داسې حال كې ده، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د وتلو بهير به د ۲۰۱۴ كال تر پايه بشپړ شي او نړيوال ځواكونه مكلف دي، چې په افغانستان كې د حضور لپاره امنيتي تړون لاسليك كړي.

Trending

Exit mobile version