تازه خبرونه
اندریکا راتواته په افغانستان کې د یوناما د نوې مرستیال په توګه وټاکل شو
د ملګرو ملتونو سرمنشي اندریکا راتواته په افغانستان کې د یوناما د نوي مرستیال او د دغه سازمان د بشري مرستو همغږي کوونکي په توګه وټاکل شوه.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د سېشنبې پر ورځ (د لړم ۱۶ ) اعلان وکړ، چې اندریکا راتواته له دې مخکې په سریلانکا کې د یوناما د مرستیال په توګه کار کاوه.
ټاکل شوې، چې نوموړی د رامیز الاکبروف پر ځای افغانستان ته راشي.
ملګرو ملتونو په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړی، چې نوموړی په افغانستان او سیمه کې د کار کولو له ۱۴ کلونو څخه د زیاتې تجربې په ګډون په پیچلو او بحراني چاپېریالونو کې د بشري چارو په برخه کې له ۳۰ کلونو څخه زیاته تجربه لري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ دغه استازي په آسیا او ارام سمندر کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په سیمه ییز دفتر کې د یوناما د مرستیال په توګه دندې تر سره کړې ده.