تازه خبرونه
انډونیزیا په افغانستان کې د ښوونځیو ماشومانو ته د خوړو برابرولو لپاره خپله مرسته اعلان کړه
دې نړیوال پروګرام په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې پدې پیسو به په راتلونکو درې میاشتو کې د لومړنيو ښوونځيو ۲۰۰ زره هلکانو او نجونو ته له ۱۲۰۰ ټنو څخه ډېر بسکیټ ووېشل شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي، چې انډونیزیا په افغانستان کې د ښوونځیو ماشومانو ته د خوړو د برابرولو لپاره ۳.۵ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
دې نړیوال پروګرام په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې پدې پیسو به په راتلونکو درې میاشتو کې د لومړنيو ښوونځيو ۲۰۰ زره هلکانو او نجونو ته له ۱۲۰۰ ټنو څخه ډېر بسکیټ ووېشل شي.
په افغانستان کې د ډبلیوافپي د مشر مرستیالې موټینټا چیموکا ویلي: ” ډېرو ماشومانو ته هغه ورځنۍ خواړه، چې دوی یې د ورځې په لومړۍ تفریح کې ترلاسه کوي؛ هغو ته یوازني پوره خواړه دي او انرژي ورکوي، چې روغ، متمرکز او زدهکړې ته چمتو پاتې شي.”
WFP وايي، چې دوی له تېرو دوه لسیزو راپدېخوا افغان ښوونځیو ته خواړه وېشي.
دې پروګرام زیاته کړې، چې په ۲۰۲۴ کال کې د ۲۰۲۳ پر پرتله په ښوونځیو کې د شمولیت کچه نږدې ۱۱ سلنه زیاته شوې او په ټولګیو کې پر منځنۍ کچه حاضري ۸۷ سلنې ته رسېدلې ده.