Connect with us

International Sports

انګلستان فرانسې ته پر ماتې ورکولو د نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ

انګلستان په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه ووهل؛ ډکلان رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا د دې لوبډلې دوه ګول‌وهونکي وه.

خپور شوی

د

 

د انګلستان فوټبال ملي لوبډلې فرانسې ته ۶ ـ ۴ ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۶ز.کال د فوټبال نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ.

انګلستان په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه ووهل؛ ډکلان رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا د دې لوبډلې دوه ګول‌وهونکي وه.

ساکا وروسته د لوبې په اووه‌اتیاایمه دقیقه کې له پنالټۍ خپل درېیم ګول هم وواهه او هټ‌ټریک یې بشپړ کړ.

د فرانسې لپاره کیلیان امباپه په دوه‌یمه نیمايي کې دوه ګولونه ووهل او په دې نړیوال جام کې یې د خپلو ګولونو شمېر ۱۰ ته ورساوه. برادلي بارکولا هم د فرانسې لپاره یو ګول وکړ.

عثمان ډیمبلي د اضافي وخت په شپږمه دقیقه کې د فرانسې څلورم ګول وواهه؛ خو له هغه وروسته جوډ بلېنګهم د انګلستان شپږم ګول د فرانسې دروازې ته واستاوه.

امباپه د آرجنټاین له ستوري لیونېل میسي څخه په دوه ګولونو ډېر د روان نړیوال جام د غوره ګول‌وهونکو په سر کې ځای لري.

نوموړی همداراز له میسي څخه په یو ګول ډېر د نړیوال جام د تاریخ د غوره ګول‌وهونکو په جدول کې هم مخکښ دی. په داسې حال کې، چې میسي د یکشنبې د ورځې په پایلوبه کې د اسپانیې پر وړاندې د لوبېدا لپاره چمتووالی نیسي.

International Sports

مسي له ارجنټاین لوبډلې سره ژړغونې مخه ښه وکړه

۳۹ کلن مسي، چې د فوټبال له نوموتو لوبغاړو څخه ګڼل کیږي؛ د دوه‌سوه‌اتم ځل لپاره د ارجنټاین په کمیس کې ولوبېد او په یواویاومه دقیقه کې یې د پنالټي له ټکي خپل یو سلو شپږویشتم ملي ګول وواهه.

Published

on

 

لیونل مسي له ارجنټاین ملي لوبډلې سره له ۲۱ کلونو لوبېدا وروسته د دې لوبډلې پر ګټه خپله ملي لوبیز پېر په بوینس‌آیرس کې د نندارچیانو له ګڼې ګوڼې ډک په« مونومنټال» لوبغالي کې د بنین پر وړاندې د درې – صفر له بریا سره پای ته ورساوه.

۳۹ کلن مسي، چې د فوټبال له نوموتو لوبغاړو څخه ګڼل کیږي؛ د دوه‌سوه‌اتم ځل لپاره د ارجنټاین په کمیس کې ولوبېد او په یواویاومه دقیقه کې یې د پنالټي له ټکي خپل یو سلو شپږویشتم ملي ګول وواهه.

مسي د ارجنټاین د لومړي ګول په وهلو کې نیکولاس اوټامندي ته پاس هم ورکړ او وروسته نیکو پاز درېیم ګول وواهه، چې ارجنټاین پرې آسانه بریا خپله کړه.

شاوخوا ۸۵ زره نندارچیانو په لوبغالي کې د ارجنټاین د ملي لوبډلې د لوبډلمشر تود هرکلی وکړ.

مسي د لوبې له پیل مخکې هم احساساتي شوی و. کله، چې د لوبډلې بس د نندارچیانو له منځه د لوبغالي پر لور روان و؛ هغه خپلې اوښکې پاکولې.

هغه له خپلو درې اولادونو سره لوبغالي ته ننوت او مېرمن یې انټونیلا روکوزو او مور یې سلیا کوچیټیني هم له ځانګړي ځای څخه لوبه ننداره کړه.

د لوبې له پیل مخکې د ارجنټاین د ملي لوبډلې یو لوی کمیس د لوبغالي په منځ کې کېښودل شو، چې د مسي مشهوره لسمه شمېره «Gracias»؛ یعنې «مننه» پرې لیکل شوي وه.

د ملي سرود پر مهال هم ولوله‌ییزه شېبه روانه وه او مسي په داسې حال کې، چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې،؛د فالکلینډ جګړې له پخواني سرتېري فابیو سانټانا سره څنګ پر څنګ ودرېد.

په لسمه دقیقه کې د مسي د مشهور کمیس د شمېرې پر ویاړ لوبه ودرول شوه او ټول لوبغالي د یوې دقیقې لپاره پر چکچکو بدرګه کړ.

مسي وروسته هغه شېبه هم رامنځته کړه، چې نندارچیانو یې تمه لرله او په یواویاومه دقیقه کې یې پنالټي پر ګول بدله کړه. په دې توګه یې له ارجنټاین ملي لوبډلې سره خپله وروستۍ لوبه هم پر ګول پای ته ورسوله.

« ټول توان مې وکاراوه»

د لوبې له پای ته رسېدو وروسته د مونومنټال لوبغالي په آسمان کې د بې‌پیلوټه الوتکو پراخ نندارتون ترسره شو. دغو الوتکو په آسمان کې د مسي انځور جوړ کړ او د اته ځله د سرو زرو توپ ګټونکي یې درناوی وکړ.

له ملي لوبډلې سره د مسي مخه ښه په نیوجرسي کې د ۲۰۲۶ نړیوال جام د پایلوبې پر مهال ارجنټاین له اسپانیا څخه له ماتې څه باندې دوه میاشتې وروسته وشوه.

مسي له هغې ماتې وروسته ویلي وه:« ټول توان مې وکاراوه؛ نور د وړاندې کولو لپاره څه نه‌لرم. سربېره پر دې ځوان او تکړه لوبغاړي راڅرګندیږي، چې د فرصت مستحق دي.»

له دې مخکې د سې‌شنبې پر ورځ مسي د ارجنټاین د فوټبال فډراسیون د مرکزي دفتر په مراسمو کې د بوینس‌آیرس له پوهنتون څخه افتخاري دوکتورا ترلاسه کړې وه.

نندارچیان د ارجنټاین د فوټبال فډراسیون له مرکزي دفتر بهر هم راټول شوي وه او د ارجنټاین یو لوی بیرغ یې پورته کړی و، چې د مسي انځور او «زما د ژوند خوښي» عبارت پرې لیکل شوی و.

په بارسلونا کې د مسي پخواني ملګري نیمار هم د هغه ستاینه کړې او ویلي یې دي، نړۍ باید د هغو ټولو کارونو له کبله له مسي مننه وکړي، چې د فوټبال لپاره یې کړي دي.

مسي له انټر میامي سره تر ۲۰۲۸ز.کال پورې قرارداد لري؛ خو له دې مخکې یې ویلي وه، چې ښايي له تمې مخکې له فوټبال سره مخه ښه وکړي.

د مسي ملي لوبیز پېر په ۲۰۲۲ نړیوال جام کې له اتلولۍ سره هم مل و؛ هغه اتلولي د ارجنټاین لپاره د درېیم نړیوال جام د ګټلو ۳۶ کلن انتظار پای ته ورساوه. نوموړي له ارجنټاین سره په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ ز.لونو کې د کوپا امریکا اتلولي هم ګټلې ده.

ارجنټاین په ۲۰۱۴ او ۲۰۲۶ نړیوال جامونو کې هم دوه‌یم ځای خپل کړی دی.

 

Continue Reading

International Sports

هند د پاکستان پر ماتولو د سرو زرو مډال وګاټه

هند په ۲۰‌آورونو کې د شپږ لوبغاړو پر سوځېدا ۲۱۱ منډې جوړې کړې. ابېشېک شرما پر ۲۸ توپونو ۶۱ منډې وکړې، چې اووه شپږیزې او درې څلوریزې یې ووهلې.

Published

on

هند د جاپان په آسیايي لوبو کې د شل‌آوریز کرکټ د پایلوبې پر مهال پاکستان ته پر ۱۹ منډو ماتې ورکړه او د دې لوبو د کرکټ د سرو زرو مډال یې خپل کړ.

هند په ۲۰‌آورونو کې د شپږ لوبغاړو پر سوځېدا ۲۱۱ منډې جوړې کړې. ابېشېک شرما پر ۲۸ توپونو ۶۱ منډې وکړې، چې اووه شپږیزې او درې څلوریزې یې ووهلې.

ټیلک ورما پر ۲۲ توپونو ۵۱ ناسوځېدلې منډې او شیوَم ډوبي پر ۱۵ توپونو ۲۷ منډې وکړې.

پاکستان د منډو پوره کولو په لومړیو کې له ستونزو سره مخ شو او د درې لوبغاړو پر سوځېدا یې ۳۹ منډې لرلې؛ خو حسن نواز پر ۵۱ توپونو ۹۶ منډې وکړې.

پاکستان په ۲۰‌آورونو کې د شپږ لوبغاړو پر سوځېدا ۱۹۲ منډې جوړې کړې او هند د ۱۹ منډو پر توپیر بریا خپله کړه.

دا پر پاکستان د هند پرله‌پسې اوومه شل‌آوریزه بریا ده. هند تر دې دمه د دواړو لوبډلو له ۱۸ شل‌آوریزو سیالیو ۱۴ ګټلي دي.

هند په ۲۰۲۲ز.کال کې د چین د آسیايي لوبو د کرکټ له بېرته شاملېدا وروسته هم د سرو زرو مډال ګټلی و او دا یې په نرینه‌وو شل‌آوریز کرکټ کې پرله‌پسې دوه‌یم د سرو زرو مډال دی.

د ۲۰۲۶ز،کال آسیايي لوبې نن یکشنبه د تلې دولسمه / د اوکټوبر څلورمه د جاپان په آیچي-ناګویا کې پای ته رسېږي. ټاکل شوې، چې د آسیايي لوبو راتلونکې سیالۍ پر ۲۰۳۰ز.کال په قطر کې ترسره شي.

 

Continue Reading

International Sports

ټوټنهام او چارلټن؛ آریانا ټلویزیون افغان مینه‌والو ته د ای‌اف‌ال جام لوبه خپروي

دواړه لندنۍ لوبډلې د ای‌اف‌ال جام په دوه‌یم پړاو لوبه کې سره مخامخ کېږي؛ ټوټنهام هڅه کوي بل پړاو ته لار ومومي، خو چارلټن غواړي د انګلستان د غوره لیګ پر سیالې لوبډلې بریا خپله کړي.

Published

on

د افغانستان فوټبال مینه‌وال کولی شي نن( چارشنبه د وږي څلورمه / د اګست شپږویشتمه) د کابل پر وخت د شپې ۱۱:۱۵ له آریانا ټلویزیون څخه د ټوټنهام هاټسپر او چارلټن اټلټیک لوبه پر ژوندۍ بڼه وګوري.

دواړه لندنۍ لوبډلې د ای‌اف‌ال جام په دوه‌یم پړاو لوبه کې سره مخامخ کېږي؛ ټوټنهام هڅه کوي بل پړاو ته لار ومومي، خو چارلټن غواړي د انګلستان د غوره لیګ پر سیالې لوبډلې بریا خپله کړي.

ټوټنهام د کاغذ پر مخ د دې لوبې غوره لوبډله بلل کېږي او په غوره لیګ کې د دې لوبډلې تجربه ښايي د سیالۍ په ګټلو کې ورسره مرسته وکړي؛ خو د جام سیالۍ د ناڅاپي پایلو لپاره هم مشهورې دي او چارلټن له هر رامنځته شوي فرصت څخه د ګټې اخیستو هڅه وکړي.

دا لوبه ټوټنهام ته د دې پړاو په پیل کې د ډېرې همغږۍ او بریاوو د لړۍ د رامنځته کولو بل فرصت برابروي. په داسې حال کې، چې چارلټن به له دې لوبې د انګلستان له یوه ستر کلب سره د خپلې وړتیا د ازمېښت لپاره کار واخلي.

ای‌اف‌ال جام د انګلستان فوټبال په بېلابېلو کچو کې د لوبډلو لپاره د اتلولۍ د ګټلو له مهمو لارو څخه دی او لوبډلې هڅه کوي له هر پړاو څخه تېرې شي او د ویمبلي لوبغالي تر پایلوبې ځان ورسوي.

افغان فوټبال مینه‌وال کولی شي نن شپه د کابل پر وخت له ۱۱:۱۵ څخه د آریانا ټلویزیون له لارې د ټوټنهام هاټسپر او چارلټن اتلټیک لوبه پر ژوندۍ بڼه وګوري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!