لوبی

انګلیند د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته پر ۵ ویکتو ماته ورکړه

Published

on

(Last Updated On: تله ۳۰, ۱۴۰۱)

د انګلیند او افغانستان تر منځ نن شنبه د آسترالیا په پرت لوبغالي کې د ۲۰۲۲  شل آوریز نړیوال جام سوپر ۱۲ سیالي د افغانستان پر توپ وهنې پیل شوه؛ خو د محمد نبي لوبغاړي په ۱۱۲ منډو وسوځېدل او انګلیند پر ۵ ویکتو لوبه وګټله.

انګلیند د پچې له ګټلو وروسته افغانستان ته د منډو کولو بلنه ورکړه. افغانستان په ۱۹.۴ آورونو کې د ټولو لوبغاړیو له سوځېدو سره انګلیند ته د ۱۱۳ منډو هدف وټاکه.

انګلینډ دا هدف په ۱۹ آورونو کې ترلاسه کړ.

په افغان توپ وهونکیو کې تر ټولو ډېرې ۳۳ منډې عثمان غني او ۳۰ ابراهیم ځدراڼ وکړې.

افغان لوبډلمشر محمد نبي له لوبې وروسته په خپلو خبرو کې څرګنده کړې: دا زمونږ لپاره د تورنمنت غوره پیل نه و؛ خو مونږ خپله پوره هڅه وکړه. مونږ به له دې لوبې او له خپلو تېروتنو زده کړه وکړو. هیله من یوو، چې مونږ به په راتلونکيو لوبو کې ښه وځلیږو.

دغه راز نن د دې جام په لومړۍ لوبه کې نیوزیلیند آسترالیا ته ماته ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې نیوزلنډ او آسترالیا هم له افغانستان سره په یوه ګروپ کې دي.

Trending

Exit mobile version