تازه خبرونه
اوباما د عراق او افغانستان جګړې ته د ۱۱ اعشاریه ۶ میلیارد دالرو غوښتنه کړې
د امریکا تلونکي ولسمشر په افغانستان او عراق کې له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره له کانګرس څخه امریکایي پوځ ته د یوولس میلیارد و شپږسوه میلیون دالرو اضافي پیسو د ځانګړي کیدو غوښتنه کړې ده.
له دغو پیسو به دوه نیم میلیارد دالر په افغانستان کې میشتو اته زره څلور سوه امریکایي سرتېرو ته، درې سوه دري څلویښت میلیون دالر له داعش سره د مبارزې لپاره او پېنځه میلیارد او اته سوه میلیون دالر په عراق کې د ثبات په لارو چارو او په ځینو نورو هېوادونو کې د ماینونو د پاکولو لپاره ولګول شي.
امریکایي چارواکي تمه لري، چې کانګرس به د اوباما دغه غوښتنه راتلونکې اوونۍ وڅیړي او تصویب به یې کړي.
د امریکا دفاع وزیراشټون کارتر وایي، د امریکا پوځ ته اضافي بودجه دا امکان را منځته کوي، چې زمونږ ځواکونه نور هم ښه تنظیم شي او له دې لارې به افغان حکومت وتوانیږي، چې خپلې موخې په ښه ډول عملي کړي او له داعش سره د لا چټکې مبارزې زمینه هم برابریږي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي، امریکا او نړیوال د ثبات غوښتنه لري او د دې لپاره، چې ترهګر له منځه تللي وي، له افغان ځواکونو او دولت سره مرستې کوي.
د ولسي جرګې غړی نذیر احمد احمدزی وایي، د دې لپاره، چې ترهګر ښه ځپل شوي وي؛ اړتیا ده، چې امریکا د ترهګرو د مالي سرچینو د وچولو او د ځالو د له منځه وړلو لپاره یې پر پاکستان تمرکز وکړي.
د امریکا متحدو ایالتونو په ۲۰۲۰ کال کې خپل پوځ ته پېنځه سوه ۳۰ میلیارد دالر بېل کړي وه او که دغه اضافي پیسې کانګرس ومني، په دې سره به یې کلنۍ بودجه څه باندې پېنځه سوه څلویښت میلیارد دالره شي.
دغه پیسې د امریکا د دفاع وزارت تر څنګ د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت او هغو ډلو ته هم ځانګړي کیږي، چې له داعش سره په جګړه کې دي.
خبریال: فواد ناصري
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه
تازه خبرونه
د سیمې هېوادونه باید په ګډه ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي – مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمهییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړي، نشهيي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت ټینګ شوی دی.
د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د شویو پرمختګونو قدرداني کړې او څرګندوي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او اوږدمهاله پانګونې ته چمتو دی.
ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې د چمتوالي ترڅنګ زياته کړې، چې افغانستان اوسمهال په سيمه کې د يوه سولهييز هېواد بېلګه ده او له همدې کبله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړيکو ټينګول غواړي.
د قزاقستان لومړي وزير مرستيال دغه راز د کابل او الماتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې له افغان حکومت سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.
اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې پرلهپسې ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له رامنځته کیدو سره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.
تازه خبرونه
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي
د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د آسیا او پاسیفیک څانګې مشر الکساندر مټیو په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو افغان کډوالو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم وه، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې په وروستیو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له پولې څخه را تېر شوي او شونې ده، چې مونږ به په راتلونکیو میاشتو کې د نويو راستنیدونکیو لوی شمېر وګورو.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ کال وروسته په آسیا کې د میانمار او بنګله دیش تر منځ د وګړو ترټولو لوی حرکت دی.
پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا له ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال جبري راایستلي دي.
مټیو زیاتوي، چې ډېري راستانه شويو کسانو له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کړی او له حکومت او نړیوال ملاتړ پرته په افغانستان کې د نوي ژوند پیلولو ته چمتو ندي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د راستنېدونکیو نيمايي برخه ماشومان دي، چې په کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتوالی لري.
-
نړۍ4 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
سیمه ییز خبرونه24 hours ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
لوبی5 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
-
تازه خبرونه23 hours ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
لوبی21 hours ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل