تازه خبرونه
اوربند د سولې لپاره یوه اړینه اړتیا ده- حمدالله محب
د ملي امنیت شورا سلاکار د یادې غونډې ګډونوالو ته دا هم څرګنده کړې، چې حکومت له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتووالی لري.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي: د افغانستان خلک او دولت د سولې په خبرو کې رول لوبولو ته چمتو دي؛ خو که طالبان دغه غوښتنې ونه مني، نو د افغان امنیتي ځواکونو سره دې مخامخ کیدو ته چمتو شي.
نوموړی د سولې د خبرو د پیل لپاره مهم عنصر اوربند بولي او په ډاګه کوي، چې سوله د افغانستان د خلکو لپاره د تاوتریخوالي د پاي په معنا ده؛ مونږ ټینګار کوو، چې د سولې د خبرو اترو لپاره اړتیا ده، چې ډاډ رامنځته او اوربند پلی شي. اوربند به د سولې بهیر چټک کړي؛ ځکه، چې له همدې کبله افغانان لومړی د اوربند غوښتونکي دي.
هغه د سیمې له هېوادونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښټ لپاره خپلې هڅې پیاوړې، غښتلې او د ثبات لپاره ګډ کار وکړي.
د ملي امنیت سلاکار ټینګارکوي، چې سوله په افغانستان کې د نړۍ د سولې په معنا ده؛ ځکه، نو پکار ده، چې د سیمې هېوادونه ګډه همکارې وکړي.
د یادونې ده، چې د رایسینا پېنځمه کلنۍ غونډه له پرون راپدیخوا په نوي ډیلی کې پیل شوې او د پنجشنبې پر ورځ به پای ته ورسیږي. په دې ناسته کې د نړۍ د فرهنګي، علمي، اقتصادي او سیاسي څېرو په ګډون له ۱۰۳ هېوادونو ۷۰۰ استازي برخه لري.