سیمه ییز خبرونه
اورښتونو د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ د ۹ درو لارې وتړلې
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ د ډېرې واورې د اورښت له کبله د دې ولسوالۍ د ۹ درو لارې تړل شوې دي.
د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ ولسوال نورآقا سامع ویلي، چې له تېرو دوه ورځو راپدیخوا د واورې او توپان له کبله د دې ولسوالۍ د ۹ درو لارې له مرګز سره تړل شوې دي.
ښاغلی سامع زیاتوي؛ د فندقستان سردره، سیدان دره، یخ دره، تیخان، وازغر، چیلان، مازانه، قول خول او دره تنګ هغه کلي دي، چې له دوه ورځو راپدیخوا یې د تګ راتګ لارې تړل شوې دي.
سیاګرد د پروان ولایت یو غرنۍ ولسوالي ده، چې سږکال یې خلک د ډېرې واورې د اورښت شاهدان دي.