سیمه ییز خبرونه
اوسني دولت د طالبانو په موټي كې د افغانستان خلك رانيولي- احمد ضياء مسعود
د ملي متحدې جبهې رييس احمد ضياء مسعود، د افغانستان اوسنى دولت د طالبانو په وړاندې بېوسه بولي او وايي:
د افغانستان اوسني حكومت خلك د بنديانو په بڼه د طالبانو په موټي كې رانيولي او ساتلي دي.
د ملي متحدې جبهې رييس احمد ضياء مسعود د پنجشنبې په ورځ( د كب۱۷) په هرات ولايت كې يوې جوړې شوې غونډې ته وويل:
د افغانستان د ټولو خلكو برخليك د يوې ترورستي ډلې لپاره تر پوښتنې لاندې راغلى دى.
نوموړي طالبان او خپله دولت د تېرې لسيزې د لاسته راوړنو په وړاندې ستر گواښ وگاڼه.
دغه څرگندونې د دولت د اپوزيسيون له خوا په داسې حال كې راپورته كيږي، چې افغان حكومت له طالبانو سره د سولې خبرې د خلكو دهوساينې يوازنۍ لار بولي.
د ملي متحدې جبهې د دې جوړه شوې غونډې په سل مترۍ او د گذرې ولسوالۍ د سرجنگل د سيمې هوايي ډگر ته څيرمه چاودنې وشوې، چې په كې څلور تنه ټپيان شوي دي.