نړۍ

اوس د ایران لپاره د نوې رهبرۍ د لټولو وخت دی – ټرمپ

ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په ایران کې د پراخو اعتراضونو څپه له سختې ځپنې سره مخ کړې او راکمه شوې ده.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له پولیټیکو مجلې سره د مرکې پر مهال په ایران کې د آیت‌الله علي خامنه‌یي د ۳۷ کلنې رهبرۍ د پای ته رسېدا غوښتنه راپورته کړې او څرګندوي: « اوس هغه وخت رارسېدلی، چې د ایران لپاره نوې رهبري ولټول شي

ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په ایران کې د پراخو اعتراضونو څپه له سختې ځپنې سره مخ کړې او راکمه شوې ده.

د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دغو اعتراضونو پر مهال زرګونه کسان وژل شوي، چې د امریکا ولسمشر یې پرله‌پسې د پوځي مداخلې ګواښونو ته اړ کړی و.

د امریکا ولسمشر ویلي، چې په ایران کې د پراخو اعدامونو درېدا او له ۸۰۰ څخه د زیاتو کسانو د اعدام لغوه کېدا د هغه د دریځ د بدلون پر پرېکړه اغېز لرلی دی.

ټرمپ زیاته کړې: « تر ټولو ښه پرېکړه، چې وشوه؛ د دغو اعدامونو درول ول.»

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې آیت‌الله خامنه‌یي په ایکس پاڼه کې د ټرمپ پر ضد توند پیغامونه خپاره کړل او هغه یې د ایران د تاوتریخوالي او ګډوډیو مسوول وباله.

د ایران رهبر په یوه پیغام کې لیکلي: « د امریکا ولسمشر د ایران ملت ته د اوښتو مالي او ځاني زیانونو مسوول دی.»

ټرمپ د ایران حکومت پر «بې‌سارې ځپنې او تاوتریخوالي» ولاړ وباله او وایي: «رهبري یعنې درناوی، نه وېره او مرګ. هغه هېواد، چې د زرګونو کسانو پر وژلو اداره کېږي؛ روښانه راتلونکی لرلی نشي.»

د امریکا ولسمشر همدارنګه د ایران رهبري «ناکامه» وبلله او زیاتوي، چې ایران د «کمزورې ادارې» له کبله د نړۍ د ژوندانه لپاره پر بدو سیمو اوښتی دی.

د واشنګټن او تهران ترمنځ د لفظي تاوتریخوالي زیاتېدا د سیمې لپاره یو حساس پړاو رامنځته کړی دی. په داسې حال کې، چې ایراني چارواکو تر اوسه د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته رسمي غبرګون ندی ښودلی.

Trending

Exit mobile version