سیمه ییز خبرونه

اوس د پاكستان وار دى، چې طالبان د خبرو ميز ته حاضر كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايې، اوس د دې وخت را رسېدلى، چې پاكستان وسله وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر كړي. د دې وزارت چارواكي همدا راز په دې باور دي، چې د طالبانو په مشرتابه كې ډېر افراد له افغان حكومت سره د خبرو د پېل غوښتونكي دي.

افغان حكومت په تېر يوه كال كې له طالبانو سره په قطر كې د خبرو اترو د پېل په باب ډېر څه ويلي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايې:

په قطر كې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانيستو په باب پرمختگونه وروستي شوي دي او اوس د پاكستان وار دى، چې طالبان د خبرو ميز ته حاضر كړي.

د خبرو ميز ته د ځينو طالب مشرانو حاضرېده بل مورد وو، چې د بهرنيو چارو وزارت مسئولينو پرې ټينگار وكړ.

دوى زياتوي، طالبان بايد په رسمي توگه له افغان حكومت سره د خبرو اترو لپاره د چمتوالي اعلام وكړي.

بل لور په كابل كې د اسلامي علماو ناستي ته چمتوالى دوام لري.

د بهرنيو چارو وزارت وياند همدارنگه وايې، كه څه هم طالبان هڅه كوي، چې دا ناسته له ننگونو سره مخ كړي، خو بريالي به نه شي.

دا په داسې حال كې ده، چې ويل كېږي د طالبانو ځينې استازي د قطر له چارواكو سره د خبرو په مقصد دوحې ته رسېدلي دي، څو د سولې د خبرو اترو د پېل پر څرنگوالي د نظر تبادله وكړي.

Trending

Exit mobile version