سیمه ییز خبرونه

اوس هم په نړۍ كې افغانستان د ښځو لپاره نا امن هېواد دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

اروپايي ټولنې په افغانستان كې د ښځو په وضعيت اندېښنه ښيي او وايي، افغانستان اوس هم د ښځو له پاره يو نا امنه سيمه ده. په كابل كې د اروپايي ټولنې مسئولين وايي، چې دغه ټولنه په افغانستان كې د ښځو له حقونو څخه د دفاع په موخه له پنځوسو بېلابېلو پروژو ملاتړ كوي.

په كابل كې د اروپايي ټولني شارژدافيرګرانس الفريد د نقاشۍ د  نندارتون د پرانيستلو په مراسمو كې،  چي په افغانستان كې د  ښځو د وضعیت په اړه  په كې آثار نندارې ته اېښودل شوي وو وويل:

د افغان دولت ،نړيوالې ټولني او مدني ټولنو له هڅو سره سره اوس هم  په نړۍ كې افغانستان د ښځو لپاره نا امن هېواد دی.

هغه زیاته کړه، چې په افغانستان كې د ښځو وضعيت بايد  په روښانه تو ګه انعكاس ومومي او دوى په دې برخه كې په خپله همكارۍ او مرستو ټينګار كوي.

په كابل كې داروپايي ټولنې شارژدافير ګرانس الفريد همدارنګه وایی، اروپايي ټولنه د افغانستان د ښځو د ستونزو څخه خبر دي. موږ د مدني ټولني د ۵۰ پروژو ملاتړ كوو تر څو ښځي د دې وړتيا پېدا كړي، چې خپل حق وپېژني تر څو دوی وكولای شي، چي خپل ژوند ته پراختيا وركړي.

هغه دغه راز وويل، چې دوى د ښځو د وضعيت په ښه والي سره هڅه كوي، چې د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونكي ټا كنو كې ښځو ته داسې زمينه برابره كړي تر څو له كوم ګواښ او محدوديت پرته په ټاكنو كې برخه واخلي.

په كابل كې د اروپايي ټولنې شارژدافير ګرانس الفريد همدارنګه زیاته کړه، چې موږ ته دا مهم دي، چې په راتلونكي ټاكنو كې ښځې د نارينه په څېر له كوم محدوديت او ګواښ پرته كمپاين وكړي او خپلي رايي استعمال كړي.

په كابل كې د اروپايي ټولنې دا چارواكى په تېرو يولسو كلونو كې د افغان ښځو  پرمختګونه ستايي، خو وايي له دې ټولو سره سره  افغان ښځې او نجونې د ناوړه دودونو له امله له تاوتريخوالي سره مخ او نشي كولاي، چي خپل حقونه تر لاسه كړي.

د هغه په وينا د دې  ستونزې د اوارولو لپاره د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي قانون به ژر تر ژره د پارلمان لخوا تصويب شي.

بل خوا د ولسي جرګې غړې فوزيه كوفي وايي:

د ښځو پر وړانداي د تاوتريخوالي پر قانون  كار روان دى اود دوى په لومړيتوبونو كې دی.

په غونډه کې د« سیاسر» یا«تورسرې » په نامه د یوې افغانې څو نقاشي شوي اثار، چي د افغان ښځو ستونزې په كې انځورشوې وې هم  نندارې ته وړاندې شول.

Trending

Exit mobile version