نړۍ

اوکراین او نورو هېوادونو ته د امریکا ۳.۷۵ میلیارد دالري پوځي مرسته اعلان شوه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۷, ۱۴۰۱)

د امریکا بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړی، چې واشنګتن به د روسیې له یرغله اوکراین او نورو ځپل شویو هېوادونو ته د ۳ اعشاریه ۷۵ میلیارد دالرو پر ارزښت پوځي مرستې ورکړي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا د پوځي مرستې په نوې ټولګه کې اوکراین ته د امریکا د سیمه ییزو ملګرو لخوا د نورو وسلو د برابرولو لپاره ۶۸۲ میلیون دالر شامل دي.

تمه ده، چې اوکراین ته په نوې مرسته کې جنګي وسایط، اتومات توپونه او له ځمکې څخه هوا ته توغندي شامل شي.

کیف ته د مرستو په نوې بسته کې د اوکراین د پوځ د عصري کولو لپاره ۲۲۵ میلیون دالر مالي مرسته شامله ده.

په اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راپدیخوا امریکا له اوکراین سره د ۲۴ میلیارد دالرو د پوځي مرستې ژمنه کړې ده.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تل د روسیې د توغندیزو بریدونو د مخنیوي لپاره د ښو دفاعي تجهیزاتو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version