تازه خبرونه
اوکراین د راتلونکې اوونۍ د سولې خبرو نوي پړاو ته چمتووالی نیسي – زیلینسکي
رویټرز د شنبې پر ورځ د سلواغې پر یوولسمه راپور ورکړ، چې زیلینسکي د تېرې شپې په ویډیوي پیغام کې ویلي؛ له امریکایی لوري سره اړیکې روانې ساتل شوي او کیف د راتلونکو غونډو وخت او چوکاټ ټاکلو ته پر تمه دی.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې هېواد یې د سولې خبرو په اړه له امریکا څخه د نورو جزئیاتو پر تمه دی او د راتلونکې اوونۍ د نویو غونډو لپاره چمتووالی نیسي.
رویټرز د شنبې پر ورځ د سلواغې پر یوولسمه راپور ورکړ، چې زیلینسکي د تېرې شپې په ویډیوي پیغام کې ویلي؛ له امریکایی لوري سره اړیکې روانې ساتل شوي او کیف د راتلونکو غونډو وخت او چوکاټ ټاکلو ته پر تمه دی.
د اوکراین ولسمشر وایي: “مونږ په دوامداره توګه له امریکایي لوري سره په اړیکه کې یوو او د راتلونکو غونډو په اړه د ځانګړو جزئیاتو پر تمه یوو.
اوکراین چمتو دی، چې په ټولو کاري بڼو کې کار وکړي. اړینه خبره دا ده، چې غونډې ترسره شي او پایله ولري.”
د راپور له مخې؛ د زیلینسکي څرګندونې ښیي، چې د یکشنبې پر ورځ په متحده عربي اماراتو کې د اوکراین، روسیې او امریکا د استازو ترمنځ پلان شوې غونډه شونې ده.
ویل کیږي، چې د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویټکوف د شنبې پر ورځ په فلوریډا کې د کریملین له استازي کیریل دمیتروف سره خبرې وکړې او خبرې یې “رغنده او مثبتې” ګڼلې دي.