نړۍ

اوکراین د روسیې لخوا د خپلو ۲۱۵ جنګي بندیانو د خوشي کولو اعلان وکړ

Published

on

د اوکراین یوه جګپوړي چارواکي د وږي پر ۳۰ ویلي؛ روسیې د لوړ پوړیو نظامي چارواکو په ګډون ۲۱۵ اوکراینیان خوشې کړي، چې د ماریوپول په بندري ښار کې له اوږدې جګړې وروسته نیول شوي وه.

د ولادیمیر زیلینسکي د دفتر مشر اندري یرماک ویلي؛ اوکراین هم ۵۵ روسي بندیان خوشي کړي دي.

د رویترز د راپور له مخې؛ ولادیمیر یرماک زیاته کړې، چې په خوشې شویو بندیانو کې د ازوف د یوې پوځي فرقې د قومندان او مرستیال په ګډون هغه سرتېري شته، چې په ماریوپول کې یې د روسي ځواکونو پر ضد زیاتې جګړې کړي دي.

رویترز څرګنده کړې، چې د اوکراین د وسلوالو ځواکونو یو قومندان سرګې ولینسکي هم په خوشې شویو کسانو کې دی.

په خوشې شویو کسانو کې هغه کسان هم شته، چې د اوکراین په ماریوپول ښار کې د فولادو د فابریکې د محاصرې پر مهال د څو اوونیو لپاره د روسي ځواکونو پر وړاندې ټینګار کړی و.

یرماک زیاته کړې؛ د دې د روسیې د دې کار په بدل کې کیف هم ۵۵ روسي بندیان خوشې کړي او همدارنګه د یوه روسي پلوه ګوند مشر ویکتور میدویدچوک، چې د خیانت له تورونو سره مخ دی هم خوشې کړی دی.

له دې مخکې سعودي عربستان اعلان کړی و، چې روسیې د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان پر منځګړتوب په اوکراین کې نیول شوي لس بهرني جنګيالي خوشې کړي دي.

Trending

Exit mobile version