سیمه ییز خبرونه
اوکراین له سوریې سره ډیپلوماټیکې اړیکې بېرته پیل کړې
اوکراین د ۲۰۲۲ کال په جون کې له سوریې سره اړیکې له هغې وروسته پرې کړې، چې د بشارالاسد حکومت د روسیې له یرغل وروسته د اوکراین د ځینو برخو خپلواکي پر رسمیت وپېژندله.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د چارشنبې پر ورځ( د تلې دوهیمه) ویلي، چې اوکراین او سوریې رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې بېرته پیل کړې.
اوکراین د ۲۰۲۲ کال په جون کې له سوریې سره اړیکې له هغې وروسته پرې کړې، چې د بشارالاسد حکومت د روسیې له یرغل وروسته د اوکراین د ځینو برخو خپلواکي پر رسمیت وپېژندله.
اوکراین د اسد له لرې کېدو راپدېخوا د سوریې له چارواکو سره د اړیکو هڅه کړې، چې د ۲۰۲۴ په ډسمبر کې یې ورته د پوځي اډې د جوړولو اجازه ورکړې وه.
زیلینسکي له سوریې سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا پیل له اعلان وروسته په ټیلیګرام کې ولیکل: “مونږ له دې مهم ګام څخه خوښ یوو او چمتو یوو، چې د ثبات په لار کې د سوریې له خلکو ملاتړ وکړو”.
زیلینسکي د تېر کال په ډسمبر کې خپل بهرنیو چارو وزیر د سوریې له نوي مشرتابه سره د خبرو اترو لپاره دمشق ته واستاوه؛ له هغو یې وغوښتل، چې په خپله خاوره کې د روسیې شتون پرې کړي او ورسره یې د خوراکي توکو د مرستې لېږلو ژمنه هم وکړه.
د سوریې مشرتابه ویلي، چې له کیف سره نږدې اړیکو ته هیله من دی.
روسیې، چې اسد ته یې پناه ورکړې؛ پخپله د سوریې له نوي حکومت سره د اړیکو جوړولو لپاره د پام وړ هڅې کړې دي او د روانې میاشتې په پیل کې یې د انرژۍ د یوه لوړ پوړي چارواکي پر مشرۍ سوریې ته یو لوی پلاوی واستاوه.
د چارشنبې پر ورځ زیلینسکي د ملګرو ملتونو عمومي غوندې ته د وینا پر مهال وویل، چې سوریه د قوي نړیوال ملاتړ مستحقه ده او دمشق اوس هم باید د اقتصادي بندیزونو د نرمولو غوښتنه وکړي.
