نړۍ

اوکراین په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب لپاره پوښتنلیک بشپړ کړ

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۹, ۱۴۰۱)

د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دفتر مرستیال ایهور ژوواکوا ویلي؛ اوکراین په اروپایي ټولنه کې د غړیتوب دپرېکړې لپاره د ګام پورته کولو پوښتنلیک بشپړ.

رویټرز راپور ورکړی، چې د اروپایي کمیسیون مشرې اورسولا فون ډر لاین د اپریل پر اتمه کیف ته د خپل سفر په بهیر کې زیلینسکي ته دا پوښتنلیک وسپاره او څرګندوي، چې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د دې هېواد غړیتوب په اروپایي ټولنه کې ګړندۍ کړی دی.

ایهور ژواکوا د یکشنبې پر مازیګر د اوکراین عامې خپرونې ته څرګنده کړې؛ نن زه کولی شم ووایم، چې دا سند د اوکراین لخوا بشپړ شوی دی.

هغه زیاته کړې؛ اروپایي کمیسیون باید د اړینو معیارونو له مخې د اوکراین د غړیتوب سپارښتنه وکړي.

مونږ هیله من یوو، چې سپارښتنه مثبته وي؛ نو بیا به توپ د اروپايي ټولنې د غړیو هېوادونو پر لوري ځي.

ایهور ژواکوا زیاته کړې، چې اوکراین پدې تمه دی، چې د راتلونکي جون د اروپايي شورا په غونډه کې د دې ټولنې د غړیتوب لپاره د نوماند هېواد حیثیت ترلاسه کړي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ اروپایي شورا په خپله اوبپاڼه کې څرګنده کړې، چې دا شورا د خپل مهالوېش له مخې د جون له ۲۳ څخه تر ۲۴ پورې غونډه کوي.

د ایهور ژواکوا د څرګندونو له مخې؛ مونږ اړتیا لرو، چې د غړیتوب خبرې پیل کړو او کله مو، چې دا خبرې ترسره کړې بیا؛ نو مونږ کولی شو په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د بشپړ غړیتوب په اړه وغږیږو.

Trending

Exit mobile version