ساینس او ​​ټیکنالوژي

اپل شرکت خپل آیفون ۱۴ ګرځند په هند کې تولیدوي 

Published

on

اپل کمپنۍ د دوشنبې پر ورځ ( د تلې څلورمه) ویلي، چې په هند کې به خپل نوي آیفونونه تولید او پر چین خپله تکیه راکمه کړي.

د آیفون ځیرک ګرځند تولید او وېش مرکز اوسمهال په چین کې روان دی او شنونکي وايي، چې په چین کې د کووید – ۱۹ پورې اړوند پالیسیو او د واشنګنن او بیجینګ ترمنځ کړکیچونو د دې شرکت تولیدات زیانمن کړي دي.

اپل په په ډاګه کړې چې دوی به په هند کې د آی فون -۱۴ نوی ګرځند تولید کړي.

د کالیفورنیا میشته شرکت لا دمخه په هند کې د تایوان تولیدي شرکتونو لکه Foxconn له لارې د آی فون پخوانۍ نسخه تولید کړې. Foxconn د هند په تامل نادو کې تولیدیوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایل څو اوونۍ مخکې د نړۍ بازارونو ته د ایفون – ۱۴ ګرځند د وړاندې کولو اعلان کړی دی.

Trending

Exit mobile version