ساینس او ټیکنالوژي
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۴۰۳)
د IDC څېړنیز انسټیټیوټ راپور ښیې، چې د ۲۰۲۴ ز.کال په لومړۍ ربع کې د اپل آی فون بازار د انډرایډ ګرځند له تولید سره په سیالۍ کې سوړ شو.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ د جنورۍ او مارچ په میاشت کې د نړۍ بازارونو ته ۷ اعشاریه ۸ سلنه وده وکړه، چې شمېر یې ۲۸۹ اعشاریه ۴ میلیون ته ورسېد.
د ګرځند جوړونکي شرکت (سامسونګ) د بازار ونډه ۲۰ اعشاریه ۸ راغله او په دې توګه یاد شرکت له اپل څخه له ټولو د لوی ګرځند پلورونکي مقام خپل کړ.
اپل د ۲۰۲۴ کال په تېرو درې میاشتو کې ۵۰ اعشاریه ۱ میلیون آی فونونه پلور ته وړاندې کړل، چې دا د تېر کال د ورته وخت پر پرتله ۵۵ اعشاریه ۴ میلیون کم دي. همدارنګه د ۲۰۲۳ په وروستیو دریو میاشتو کې هم چین ته د آی فون د وړاندې کولو په کچه کې ۲ اعشاریه ۱ کموالی راغلی و.