تازه خبرونه
اړخونه باید خبرو ته غاړه کېدي او شخړه ودروي – ریچارډ بنیټ
بنیټ د سېشنبې پر ورځ(د لیندۍ څلورمه) پر افغانستان د پاکستان د بریدونو اړوند د یوناما له غبرګون ملاتړ کړی او څرګندوي: «پاکستان باید خبرو ته غاړه کېدي او د ستونزو د حل لپاره شخړه ودروي.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ په ایکس پاڼه کې پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته په نغوته کې ویلي، چې نړیوال قانون ته درناوی او د ملکي وګړو ساتنه اړینه ده.
بنیټ د سېشنبې پر ورځ(د لیندۍ څلورمه) پر افغانستان د پاکستان د بریدونو اړوند د یوناما له غبرګون ملاتړ کړی او څرګندوي: «پاکستان باید خبرو ته غاړه کېدي او د ستونزو د حل لپاره شخړه ودروي.»
نوموړي دا ټينګار هم کړی، چې د تاوتریخوالي پر ځای؛ د سولې خبرې د روانو ستونزو حل رامنځته کولی شي.
هغه دا وړاندیز هم کړی، چې په خبرو کې د ښځو ګډون ستونزې آسانولی شي.
اسلامي امارت د افغانستان پر درې ولایتونو د پاکستان د بریدونو په اړه وبلي، چې پاکستان په خوست، کونړ او پکتیکا کې پر ملکي کورونو بمبارډ کړې دی.
د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په خوست کې نهه ماشومان او یوه ښځه شهیدان شوي او په کونړ او پکتیکا کې څلور کسان ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې، قربانیان ټول ملکي وګړي دي؛ اړوند کورونه ویجاړ او مالي زیانونه رامنځته شوي دي.
یوناما هم تېره ورځ تائید کړې وه: په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي، چې ډېری یې ماشومان دي؛ وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د افغانستان پر ختیځو ولایتونو بریدونه رد کړي دي.
تازه خبرونه
Tahawol: Discussion on fear of internal disputes in Iran
تازه خبرونه
عمومي عفو د دې لپاره ده، چې افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي – د اسلامي امارت رهبر
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده ویلي، چې د اسلامي امارت عمومي عفو د دې لپاره اعلان شوې، چې غچاخیستنه ونهشي او افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي.
هغه زیاته کړې: «مونږ مجاهدین له غچاخیستنې راګرځولي او له دې کاره مو منع کړي دي.»
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د شیخ هبةالله آخوندزاده د څرګندونو له مخې لیکلي، چې نوموړي دا څرګندونې له والیانو، د علماوو شورا له رییسانو، د استیناف محکمو له رییسانو او د هېواد د شمال ختیځ او شمال لویدیځو زونونو د نهه ولایتونو له یو شمېر مشرانو او علماوو سره په ناسته کې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې ناسته کې د کندهار والي، د علماوو شورا مسوولان، د سترې محکمې نظامي مرستیال، د مرکزي دارالافتا عمومي رییس، د دیني خپرونو د ارزونې رییس او یو شمېر استادانو او مدرسو مسوولانو هم ګډون کړی و.
د اسلامي امارت رهبر د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي: « مونږ هغوی ته وویل، چې خپلې وسلې پر ځمکه کېدئ؛ مونږ به تاسې نه وژنو او حساب به درسره نهکوو. هغوی خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او مونږ هم وبښل. وروسته مو هم حساب ورسره ونهکړ او اوس هم داسې کار نهکوو. کله، چې مونږ له شل کلونو جګړې وروسته، چې په کې ډېر ظلمونه شوي وه؛ دومره ستره عفو وکړه؛ تاسې هم هڅه وکړئ خلک وهڅوئ، چې یو بل وبښي؛ ځکه د تېر وخت ډېرې بدۍ او کینې اوس هم د خلکو ترمنځ پاتې دي.»
نوموړي د خپلو پارښتنو پر مهال ټینګار وکړ: اړینه ده، چې اوس هڅه وکړئ؛ خلک له دښمنیو او کینو څخه تېرېدا ته وهڅوئ، په خپلو کې سوله او پخلاينه وکړي او یو بل وبښي. دا دښمنۍ او کینې باید راتلونکو نسلونو ته ونهلېږدېږي، چې راتلونکي نسلونه د وژنو، غچاخیستنو او نښتو ښکار نهشي.»
د خپلي وینا په وروستۍ برخه کې یې مسوولانو ته د تقوا، تواضع، عاجزي او د خلکو تر منځ د عدالت پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او سپارښتنه کوي، چې په خپلو مسوولیتونو کې یوازي د الله تعالی رضاء مقصود وګرځوئ او د خلکو د هدایت وغواړئ.
تازه خبرونه
د څه باند ې۲۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د هرات د مالګې کان د استخراج تړون لاسلیک شو
دا تړون نن پنجشنبه( د غبرګولي څوارلسمه ) د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او د «رېډګولډ آسیا» د کانونو د استخراج او پروسس شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
-
لوبی4 days agoافغانستان د «الماس جوبیلي» په پرانیستونکې سیالۍ کې له مالډیف سره مخامخ کېږي
-
لوبی2 days agoشپږ افغان کرکټلوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ ته غوره شول
-
لوبی4 days agoد هند غوره لیګ پایلوبه؛ بنګلور او ګجرات په احمدآباد کې لوبېږي
-
سوداگري4 days agoد ایران او افغانستان اقتصاد ګډې پانګونې ته اړتیا لري- د خراسان رضوي والي
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د تنباکو کارېدنه مخ پر زیاتېدو ده؛ د روغتیا نړیوال بنسټ پر ګډو اقداماتو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد کندوز روغتون له بمبارډ وروسته پر روغتیايي مرکزونو بریدونه زیات شوي – لارا لیزر
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او روسیې ترمنځ دې ویزې لغوه شي- روسي چارواکی
-
نړۍ4 days agoد احمد الشرع او ټرمپ ټیلیفوني خبرې؛ دمشق د امریکا د بندیزونو د پوره لرې کېدا غوښتنه وکړه
