تازه خبرونه
اړوند بهرني بنسټونه دې هم په افغانستان دننه تولید شوي درمل وکاروي – د خواړو او درملو ملي اداره
د هېواد د خواړو او درملو ملي ادارې مشر داکتر عبدالباري عمر د بې پولې داکترانو یا MSF له مسوولینو سره د کتنې پر مهال په افغانستان کې د تولید شویو درملو د کیفیت په اړه د وضاحت ترڅنګ له هغو وغوښتل، چې د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو پر مهال د افغانستان خپل تولیدي درمل وکاروي.
د دې ادارې د رسنیو دفتر په يوه خبرپاڼه کې راغلي: په دې کتنه کې هېواد ته د درملو د واردولو، په افغانستان کې د توليد شويو درملو د کارولو او دغه راز د دغه بنسټ پر ستونزو او وړانديزونو خبرې وشوې.
په دې کتنه کې د اماساف موسسې رییس فلیپ ریبیرو ویلي: په افغانستان کې د تولید شویو درملو د کارولو موضوع مهمه ده او دوی به د دې ادارې له نورو مسوولینو سره له مشورې وروسته په دې اړه د خواړو او درملو ملي ادارې ته خبر ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو کلونو کې د درملو د توليد يو شمېر شرکتونه جوړ شوي، چې له نړيوالو معيارونو سره سم فعاليت کوي.