Connect with us

تازه خبرونه

ایران، سعودي عربستان او قطر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو هڅې پیل کړې

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له دولتي ټلویزیون سره په ژوندۍ مرکه کې ویلي: “زمونږ دریځ روښانه دی؛ دواړه خواوې باید زغم وکاروي، ځکه د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ ثبات د سیمې له ثبات سره مرسته کوي.”

خپور شوی

د

د یکشنبې پر ورځ( د تلې شلمه ) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو له زیاتېدو سره درې مهمو سیمه‌ییز هېوادونو؛ ایران، سعودي عربستان او قطر له دواړو خواوو وغوښتل، چې له زغمه کارواخلي او خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له دولتي ټلویزیون سره په ژوندۍ مرکه کې ویلي: “زمونږ دریځ روښانه دی؛ دواړه خواوې باید زغم وکاروي، ځکه د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ ثبات د سیمې له ثبات سره مرسته کوي.”

دغه راز د قطر بهرنیو چارو وزارت د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د جګړې دوام کولی شي د سویلي او مرکزي آسیا امنیت له خطر سره مخ کړي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې: “دواړه خواوې باید خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکړي، د تاوتریخوالي د زیاتېدا مخه ونیسي او د کړکېچ کمولو لپاره کار وکړي.”

سعودي عربستان له دواړو هېوادونو وغوښتل، چې د شخړو د زیاتېد د مخنیوي لپاره “زغم او خبرو اترو” څخه کار واخلي.

د سعودي بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې ریاض د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د ټولو سیمه‌ییزو او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي او د “پاکستان او افغانستان د وروڼو ملتونو” لپاره امنیت او سوکالي غواړي.

دا ډیپلوماټیک دریځونه په داسې حال کې راپورته شوي، چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د شخړو د زیاتېدا راپورونه ورکړ شوي دي.

تازه خبرونه

افغان او د UNHCR استازو د افغان کډوالو پر خوندي راستنېدا او همغږۍ خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا خبرې د دغه وزارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د UNHCR د افغانستان د دفتر د مشر عرفات جمال ترمنځ په لیدنه کې وشوې.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د افغان کډوالو د خوندي او باعزته راستنېدا او له هغوی څخه د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا خبرې د دغه وزارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د UNHCR د افغانستان د دفتر د مشر عرفات جمال ترمنځ په لیدنه کې وشوې.

په دې لیدنه کې د راستنېدونکو د وضعیت د ښه‌والي لپاره د افغانستان او UNHCR ترمنځ د اغېزمنې همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا هم بحث وشو.

دغه راز دواړو لوریو د هغو هېوادونو او بنسټونو د هڅو د همغږي کولو په اړه هم خبرې وکړې، چې په دې برخه کې مسوولیت او لېوالتیا لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

متقي او ډې‌کارلو د افغانستان او ملګرو ملتونو پر همکاریو خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، دواړو لوریو په دې ټیلیفوني خبرو کې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر عمومي وضعیت بحث کړی او د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو یې نظرونه سره شریک کړي دي.

Published

on

 

د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دې وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې چارو مرستیالې روزمري ډې‌کارلو سره په ټیلیفوني خبرو کې د کابل او ملګرو ملتونو ترمنځ پر همکاریو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، دواړو لوریو په دې ټیلیفوني خبرو کې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر عمومي وضعیت بحث کړی او د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو یې نظرونه سره شریک کړي دي.

همدارنګه په دې خبرو کې د دوحې بهیر د چوکاټ له مخې د راتلونکو تعاملاتو او همکاریو د څرنګوالي په اړه هم نظرونه شریک شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د دوحې بهیر په چوکاټ کې د راتلونکو ناستو د وخت او موضوعاتو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پنجاب له ګاونډ هېوادونو نه، له ګاونډ ایالتونو ډېر ګواښل کېږي- مریم نواز

مریم نواز شریف د شنبې پر ورځ په لاهور کې یوې غونډې ته ویلي؛ هیله لري، چې د پنجاب خلک په بشپړ امنیت کې ویده شي.

Published

on

 

د پاکستان د پنجاب ایالت اعلی وزیرې مریم نواز شریف ويلي، پنجاب د ګاونډ هېوادونو پر پرتله له ګاونډ ایالتونو څخه له ډېرو امنیتي ګواښونو سره مخ شوی دی.

مریم نواز شریف د شنبې پر ورځ په لاهور کې یوې غونډې ته ویلي؛ هیله لري، چې د پنجاب خلک په بشپړ امنیت کې ویده شي.

هغې ویلي:« له ګاونډ هېوادونو څخه پنجاب ته ګواښونه کم دي، خو له ګاونډ ایالتونو څخه ډېر دي.»

نوموړې زیاته کړې، له همدې سیمو څخه پنجاب ته ترهګریز بریدونه کېږي.

پنجاب په شمال او لویدیځ کې له خیبر پښتونخوا او بلوچستان، په سویل کې له سند ایالت او په ختیځ کې له هند سره ګډې پولې لري.

د پنجاب د اعلی وزیرې دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د پاکستان حکومت تل هند او د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پر رامنځته کولو تورن کړي دي.

د افغانستان اسلامي امارت دغه ادعاوې تل رد کړي او څرګندوي، چې په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد د کورنیو ستونزو له کبله ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!