تازه خبرونه

ایران، چین او ترکیه د نورو پر پرتله له اسلامي امارت سره ډېرې ډیپلوماټیکې اړیکې لري

په دې څېړنه کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۶ز.کال د اګست تر پېنځلسمې پورې د اسلامي امارت ډیپلوماټیک فعالیتونه څېړل شوي دي. دغه راز یې په همدومره وخت کې د اسلامي امارت له ۱۰۳ هېوادونو او بنسټونو سره د ۳زره او ۶۵۱ ډیپلوماټیکو لیدنو او اړیکو خبر ورکړی دی.

Published

on

د یوې تازه څېړنې له مخې: ایران، چین او ترکیه له ۲۰۲۱ز.کال راپدېخوا، چې امارت اسلامي بېرته واک ته رسېدلی؛ له دې حکومت سره تر ټولو ډېرې ډیپلوماټیکې اړیکې لرلې دي. دا څېړنه د منځني ختیځ لپاره د واشنګټن د اندتون(انسټیټیوټ) لوړپوړي څېړونکي آرون وای. زلین ترسره کړې ده.

په دې څېړنه کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۶ز.کال د اګست تر پېنځلسمې پورې د اسلامي امارت ډیپلوماټیک فعالیتونه څېړل شوي دي. دغه راز یې په همدومره وخت کې د اسلامي امارت له ۱۰۳ هېوادونو او بنسټونو سره د ۳زره او ۶۵۱ ډیپلوماټیکو لیدنو او اړیکو خبر ورکړی دی.

ایران د ۴۹۴ اړیکو پر لرلو سره لومړی، چین د ۴۳۲ اړیکو پر لرلو سره دوه‌یم او ترکیه د ۳۹۴ اړیکو په لرلو سره درېیم ځای لري. قطر او ازبکستان هم پر ترتیب د ۳۴۷ او ۳۱۶ اړیکو له لرلو سره څلورم او پېنځم ځایونه لري.

د دغو هېوادونو هیڅ یوه هم اسلامي امارت پر رسمیت نه‌دی پېژندلی.

روسیه یوازنی هېواد دی، چې اسلامي امارت یې پر رسمیت پېژندلی دی.

ترکیې او د خلیج او منځنۍ آسیا یو شمېر هېوادونو د امارت اسلامي له لوري ورپېژندل شوي ډیپلوماټان منلي؛ خو د اسلامي امارت حکومت یې پر رسمیت نه‌دی پېژندلی.

په دې شننه کې راغلي؛ اسلامي امارت په وروستیو کلونو کې هڅه کړې، چې له هېوادونو سره خپلې شته اړیکې د قونسلګریو، ګډو کمیسیونونو او سوداګریزو شوراګانو له لارې پراخې کړي؛ خو له لویدیځو هېوادونو سره د اسلامي امارت ډیپلوماټیکې اړیکې کمې شوې دي. د اسلامي امارت په ډیپلوماټیکو اړیکو کې د لویدیځو هېوادونو ونډه په لومړي کال کې له شاوخوا ۱۶ سلنې څخه په پېنځم کال کې ۵ سلنې ته راکمه شوې ده.

زلین ویلي، اسلامي امارت د ښځو او نجونو او امنیتي مسایلو په اړه په خپلو سیاستونو کې له سترو بدلونونو پرته توانېدلی، چې له بېلابېلو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

Trending

Exit mobile version