بی بی سی پښتو
ایراني حکومت ‘د واده موندلو’ نوی اپلیکېشن تائید کړ
د ایران اسلامي جمهوریت کې د واده موندلو نوی اپلیکېشن معرفي شوی دی، موخه دا ده چې دا اپلیکېشن دغه هېواد کې اوږدمهاله ودونه اسان کړي.
دا اپلیکېشن داسې مهال تائید شوی چې ایران کې د طلاق کچه مخ په لوړېدو او د اولادونو زېږون بیا په کمېدو دی.
دغه اپلیکېشن ‘همدم’ نومېږي چې فارسي کې د “مل یا ملګري” معنا لري او د ایران د اسلامي تبلیغاتو په سازمان پورې د تړلې تبیان موسسې لخوا جوړ شوی.
ادعا دا ده چې دغه اپلېکېشن “یوازې هغو مجردانو ته چې دایمي واده” او یوازې یوه ښځه غواړي، د مصنوعي هوښ په کارولو د ژوند ملګری یا ملګرې پیدا کوي.
ایران کې د واده نور اپلیکېشنونه هم مشهور دي خو یوازې همدا ‘همدم’ پکې قانوني فعالیت پیل کړی.
د ایران د قوانینو له مخې له واده پرته ان په خوښه هم جنسي اړیکې جرم ګڼل کېږي.
د همدم ویبپاڼې له مخې د دغه اپلیکېشن کاروونکي د ژوند ملګري پسې تر لټون مخکې اړ دي چې خپل هویت تصدیق او د روانپوهنې له یوه ازمېښت تېر شي.
چې کله جوړه وموندل شي، دا اپلیکېشن “د خپلو خدماتي سلاکارانو په حضور کې دواړه کورنۍ سره معرفي کوي” او هغوی به تر واده وروسته څلور کاله له دې نوې جوړې سره “ملګري” وي.
د تبیان فرهنګي موسسې مشر تهران کې د دغه اپلیکېشن معرفي کېدو مراسمو ته ویلي، په داسې حال کې چې د کورنۍ ارزښتونه د “شیطان” او د ایران د دښمنانو له خوا خطر سره مخامخ دي، دا اپلیکېشن به د بریالیو کورنیو رامنځ ته کېدو کې مرسته وکړي.
رسمي شمېرې څه وايي؟
ایران کې د احوال د ثبت ملي ادارې د ارقامو له مخې د ۲۰۲۰ کال د مارچ او دسمبر میاشتو ترمنځ دغه هېواد کې شاوخوا ۳۰۷ زره ۳۰۰ ودونه او ۹۹ زره ۶۰۰ طلاقونه ثبت شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۰۸ کال ایران کې له هرو اتو کې یوازې یو واده په طلاق پای ته رسېده.
له دې سره ۲۰۲۰ کال ایران کې د نفوس کلنۍ وده ۱ اعشاریه ۲۹ سلنه ټیټه شوې ده.
د ایران تر نیمایي ډېر وکړي له ۳۵ کلونو کم عمر لري. خو له دې سره سره د دغه هېواد حکومت خبرداری ورکړی چې که ګام وانخیستل شي، نو ایران به راتلونکو درېو لسیزو کې د پاخه عمر وګړو د هېوادونو کتار کې ودرېږي.
په دې لړ کې د ایران پارلمان تېر مارچ کې یوه لایحه هم تصویب کړه. دغه لایحه د ایران حکومت ته وړاندیز کوي چې خلکو ته د واده لپاره او همدا راز هغو والدینو ته چې تر دوو ډېر ماشومان زېږوي، هڅوونکې مالي امتیازات ومني.
دا لایحه د پلي کېدو لپاره ساتونکې شورا تصویب ته پاتې ده.
ایراني چارواکو تېر کال د دغه هېواد دولتي روغتونونو کې د کورنۍ د تنظیم خدماتو په محدودولو هم لاس پورې کړ.
ایران کې نور وازېکټومي یا د حمل مخنیوي لپاره جراحي عملیات د لاسرسي وړ نه دي او د مېندوارۍ د مخنیوي درمل هم یوازې هغو مېرمنو ته ورکول کېږي چې ژوند یې خطر سره مخامخ وي.