سوداگري

ایراني شرکتونو د افغانستان د اوسپنې او تېلو په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې د شنبې پر ورځ ترسره شوې، دواړو خواوو د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، دوه اړخیزو اړیکو پراخولو او په بېلابېلو سکټورونو کې د همکارۍ پراختیا، په ځانګړي توګه د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په اړه نظرونه تبادله کړل.

Published

on

په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي علي رضا بیکدلي د افغانستان د کانونو او پټرولیم له وزیر سره په یوه ناسته کې ویلي، چې ایراني شرکتونه د هېواد د اوسپنې او تېلو په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

د کانونو او پټرولیم وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې د شنبې پر ورځ ترسره شوې، دواړو خواوو د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، دوه اړخیزو اړیکو پراخولو او په بېلابېلو سکټورونو کې د همکارۍ پراختیا، په ځانګړي توګه د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په اړه نظرونه تبادله کړل.

د ایران سفارت چارسمبالي په افغانستان کې ملي امنیت او بډایه کاني زیرمو شتون ته د نغوتې پرمهال دا وضعیت د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا لپاره مناسب فرصت وباله او د افغانستان د اوسپنې او تېلو په کانونو کې د پانګونې لپاره یې د ایراني شرکتونو پر لېوالتیا خبرې وکړې.

د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري هم د کانونو په سکټور کې د پانګونې لپاره د ایراني شرکتونو له لېوالتیا هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د کانونو او پټرولیم وزارت به په دې برخه کې اړینه همکاري او ملاتړ چمتو کړي.

Trending

Exit mobile version