نړۍ

ایران او اسرائیل دې په سیمه کې د جګړې له غځولو ډډه وکړي – انټوني بلینکن

انټوني بلینکن ویلي؛ ګارواکي مو په سیمه کې له متحدینو او ونډوالو سره په اړیکه کې دي او یوه ښکاره اجماع رامنځته شوې، چې هیڅوک باید وضعیت نور خراب نکړي.

Published

on

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د سې‌شنبې پر ورځ ویلي؛ امریکا ایران او اسرائیلو خبر کړي، چې په منځني ختیځ کې باید شخړې ته لمن ونوهل شي. په داسې حال کې، چې پنټاګون په سیمه کې د خپلو ځواکونو پر وړاندې د بریدونو د نهزغمي ګواښ کړی دی.

په منځنی ختیځ کې له تېرې اوونۍ د حماس او حزب الله د لوړ پوړیو غړیو له وژلو وروسته ایران او  متحدینو یې د بریدونو د شونتیا نوې څپې ته چمتو کیږي.

د دوشنبې پر ورځ په عراق کې پر یوه اډه توغندیزو بریدونو پېنځه امریکایي سرتېري او دوه قراردادیان ټپیان شول، چې د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټن یې پړه پر ایران پلوه ډلو اچولې ده.

انټوني بلینکن ویلي؛ ګارواکي مو په سیمه کې له متحدینو او ونډوالو سره په اړیکه کې دي او یوه ښکاره اجماع رامنځته شوې، چې هیڅوک باید وضعیت نور خراب نکړي.

نوموړي ویلي: مونږ له متحدینو او ونډوالو سره پوره ډیپلوماسي پالو او دا پیغام نېغ پر نېغه ایران ته رسوو. مونږ دا پیغام په مستقیم ډول اسرائیلو ته هم رسولی دی.

بلینکن ویلي، امریکا به د بریدونو پر وړاندې د اسرائیلو دفاع روانه ساتي؛ خو یادونه یې کړې، چې په سیمه کې باید هرڅوک د کړکېچ زیاتولو او د محاسبې د تېروتنې پر خطرونو پوه شي.

هغه ویلي؛ نور بریدونه یوازې د خطرناکو پایلو خطر زیاتوي، ځکه هیڅوک یې وړاندوینه نشي کولی او هیڅوک یې پوره څارلی نشي.

پنټاګون ویلي، چې منځني ختیځ ته به اضافي جنګي جټ الوتکې او سمندري جنګي بېړۍ واستوي؛ ځکه، چې واشنګټن په سیمه کې د دفاع د پیاوړتیا په لټه کې دی.

آسټین وایي: مونږ د خپلو سرتېرو پر ساتنه راڅرخو او په دې اړه هرڅه کولی شوو.

هغه دا ډاډه هم ورګړ، چې مونږ د اسرائیلو په دفاع کې د مرستې لپاره په ښه حالت کې یوو. که وغوښتل شي.

بلینکن د آسټین او د دوی د اسټرالیايي همکارانو په ګډون له غونډې وروسته دا هم ویلي، چې د غزې په جګړه کې د اوربند او یرغمل شويو تړون ترلاسه کولو لپاره خبرې خپل وروستي پړاو ته رسیدلي او باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي.

د فلسطین د اسلامپالي حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه تېره اوونۍ د ایران په پلازمېنه تهران کې ووژل شو. رویټرز راپور ورکړی، چې لع برید وروست ایران اسرائیلو ته د غچ اخیستو ګواښ کړی؛ خو اسرائیلو یې تر دې دمه د برید پړه پر غاړه نده اخیستې.

د لبنان د حزب الله ډلې د لوړپوړي پوځي قومندان فواد شکر له وژل کېدو سره، چې تېره اوونۍ په بيروت کې د اسرائيلو له‌خوا په يوه بريد کې ووژل شو؛ د غزې جګړه په منځني ختيځ کې د غځېدو په حال کې ده.

ایران ویلي، چې امریکا د اسرائیلو د ملاتړ له کبله د هنیه په وژنه کې لاس لري.

د دوشنبې پر ورځ د عراق په لویدیځ کې د الاسد پر هوايي اډه د راکټي برید په پایله کې اووه امریکايي سرتېري ټپیان شول.

آسټین ویلي، چې امریکا به پخپلو ځواکونو بریدونه ونه‌زغمي.

د عراق پوځ د سې‌شنبې پر ورځ پر امریکایي اډه توغندیز بریدونه وغندل.

د امریکا او ایران دا بېساری متحد (عراق ) د ۲۵۰۰ امریکایي سرتېرو کوربتوب کوي او د ایران ملاتړې ملیشې هم لري، چې له امنیتي ځواکونو سره یې تړاو لري.

Trending

Exit mobile version